د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه


د امریکا غږ د افغانستان د سرویس مشر، مسعود فریور د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره د مرکې په حال کې
د امریکا غږ د افغانستان د سرویس مشر، مسعود فریور د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره د مرکې په حال کې

د امریکا غږ آشنا رادیو تلویزیون سره پدې ځانګړې مرکې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت پر سره موافقې کې " هیڅ وخت د دې احساس نه کاوه چې هلې ځلې به یې بې نتیجې وي."

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه ښاغلی کېري وایي " لومړی خو زه فکر کوم چې د ولسمشر حامد کرزي سره زمونږ د اختلافاتو په باره کې خلکو بیخي زیاته مبالغه کړیده"

" زما په نظر ولسمشر حامد کرزی د خپل هیواد او د هیواد د ګټو په برخې کې خورا زیات ځیرک او هوښیار شخص و. هغه په ډیر سخت وخت کې د افغانستان مشري په غاړه درلوده "

"په افغانستان کې په بشپړه توګه د دیموکراسۍ راتګ یوه اوږده او پراخه مبارزه ده خو که چیرته پدې مبارزې کې د افغان ولس لپاره لارې چارې خلاصې وي او هغوي ترېنه ګټه واخلي نو هیله ده چې تاریخ به بالاخره دا پریکړه وکړي چې دا یوه کامیابي وه."

"د ملي یووالي د حکومت پایښت د هغوي په مشرانو، د دواړو ټیمونو په غړیو او پدې پورې اړه لري چې په واړو سیاسي مسلو پسې ونه ګرځي او ډیره پاملرنه ورته ورنکړي بلکه په هغو غټو ستونزو ډیر فکر او تمرکز وکړي چې افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی. "

please wait

No media source currently available

0:00 0:10:35 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG