د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: عراق، سوریې او یمن ته ایران ځواکونه استولي دي


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په ایران تور لګولی چې عراق، سوریې او یمن ته یې ځواکونه استولي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې ایران، چې ادعا کوي چې په سیمې کې د ستونزې د حل لپاره کوښښ کوي، پخپله د ستونزې یوه برخه ده.

ایران چې اکثریت نفوس یې شعیه ګان دي، په سیمه ییز لحاظ د سعودي عربستان رقیب هیواد ګڼل کیږي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سعود الفیصل د خپلو دغو تورونو په اړه نور تفصیل ورنکړل خو د ایران نه یې وغوښتل چې د منځني ختیځ د دغو درېیو هیوادونو نه دې خپل «اشغالګر» ځواکونه وباسي.

بل پلو ایران پدې ټینګار کوي چې هیڅ کوم هیواد ته یې عسکر نه دې استولي بلکه سوریې او عراق ته یې یوازې سلاکاران استولي دي.

ایران وایي سوریې ته یې د دې په خاطر سلاکاران استولي چې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت سره د قدرت په ساتلو کې مرسته وکړي.

ایران عراق ته د سلاکارانو د استولو خبره هم کوي. ایران وايي چې د عراق حکومت ته چې مشري یې د شعیه ګانو په لاس کې ده، له دې کبله سلاکاران لیږلي چې د اسلامي دولت د ډلې سره په جګړې کې ورسره مرسته وکړي.

د ایران اټومي پروګرام پر سر خبرې

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي هیله لري چې هیواد یې د روان عیسوي کال د نومبر د میاشتې د ۲۴ نیټې نه مخکې د نړۍ د لویو قدرتونو سره د خپل اټومي پروګرام پر سر موافقې ته ورسیږي.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر د موافقې لپاره د روان عیسوي کال د نومبر د میاشتې د ۲۴ نیتې مهلت ټاکل شوی دی.

ښاغلی روحاني وایي ایران سیاسي اراده لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځه دایمي غړیو او جرمني سره موافقې ته ورسیږي. خو هغه دا خبره هم کوي چې اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات شته.

بل پلو د ایران جګپوړي چارواکي، چې د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره د خپل اتومي جنجال پر سره خبرې کوي، د تیرې جمعې په ورځ وویل چې ښایي د مذاکراتو موده به نوره هم وغځول شي.

خو د ایران ولسشمر روحاني د دوشنبې په ورځ د ایران پر دولتي تلویزون وویل چې ښایي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې به موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG