د لاس رسي وړ اتصالات

د نادعلي ولسوال په وسله وال برید کې ووژل شو


د کابل - کندهار په لاره زابل سره نږدې یو نړول شوی پل
د کابل - کندهار په لاره زابل سره نږدې یو نړول شوی پل

د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکاغږ ته وويل چې تیره شپه ددغه ولایت د نادعلي ولسوال انورخان له خپلو ۷ ساتونکو سره د نادعلي د ولسوالۍ نه د ولایت مرکز لښګرګاه ته په موټړ کې روان وو چي د همدې ولسوالۍ د زورآباد په سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغی چې له امله یې پخپله ولسوال انورخان او د هغه یو ساتونکی ووژل شو او شپږ ساتونکي یې ټپیان شول.

انور خان تر دې مخکې د خانشین ولسوال او تر هغې وړاندې د شپږو کالو لپاره په دوو دورو کې د هلمند د ولایتي شورا رئیس هم پاته شوی و.

په تیرو دریو میاشتو کې یو ځل بیا په هلمند کې د ناامنیو پیښې زیاتي شوې خو د لوړې کچې د حکومتي مامورینو په ډله کې انور خان لومړی لوړ پوړې سیمه ییز مامور دی چې د مخالفو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی.

د بلې خوا تیره شپه نامعلومو وسلوالو د کابل - کندهار په لویه لاره د زابل ولایت کرکز سره نږدې یو لوی پل په چاودیدنکو موادو الوزولې دی.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکا غږ ته وویل چې د زابل ولایت مرکز د کلات ښار ته نږدې دغه پل وسله والو طالبانو الوزولې دی.

خو خپله وسله والو طالبانو په دې باب څه ندي ويلي .

په تیرو کلونو کې د کابل - کندهار د لویې لارې په اوږدو کې تر ۵۰ زیات دغه ډول پلونه نړول شوي دي.

پر دغه لار تلونکي مسافر او سوداګر وايي چې د لارې د خرابوالي او د پلونو د ویجاړیدلو له کبله د یوې خوا په دغه لاره سفر اوږد شوی او د بلې خوا په دغه لاره سفر تل له خطرونو سره مخ وي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG