د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:امریکا ته د پرواز بندول د ایبولا سره د مبارزې لار نه ده


جمهور رئیس براک اوباما وایي دا به مناسب کار وي چې په امریکا کې یو مسئول کس وټاکل شي چې د اېبولا د ناروغۍ د مخنیوي چارې په مخ بوځي.

هغه دا هم وویل، چې دی د لویدیځی افریقا نه چې د ایبولا ناروغي پکښې خپره ده امریکا ته د مسافرینو په راتگ باندي د بندیز لگولو د پاره کوم "فلسفي ممانعت" نه ویني.

مگر هغه وویل چې کارپوهانو ده ته ویلي دي چې هغه به تر هغو مقرراتو لږ موثر وي چې مخکې منځ ته راغلي دي. اوباما وویل، دا بندیز به هغه خلک دې ته اړه کړی چې ځانونه پټ کړي. او پدی ډول به د هغوي طبي معاینه ونه شي.

اوباما دا وینا ورسته له هغه وکړه چې د روغتیا او بشري خدماتو د وزیري سیلویا برویل، دا ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکزونو د ریس ډاکټر ټامس فریډن او د سپني مانۍ د لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.

براک اوباما په سپنې ماڼی کی د دایبولا د ناروغۍ په اړه رسنیو سره خبري کوي

براک اوباما په سپنې ماڼی کی د دایبولا د ناروغۍ په اړه رسنیو سره خبري کوي

د اوباما حکومت ویلي دي چې د کانگرس د هغي غوښتني مخالف دی چې د لویدیځي افریقا نه د ایبولا په ناروغانو باندي د سفر بندیز لگوي، ځکه چې دا یوازي د ایبولا د ناروغۍ په مقابل کې مبارزه سختوي.

د ناروغیو د کننټرول د مرکزونو رئیس ډاکټر ټامس فریډن پرون د پنجشنبې په ورځ د کانگرس یوې استماعیه غونډي ته وویل چې د گیني، لایبیریا او سیرالیون نه چې دغه ناروغي په کې ډیره ده، د مسافرینو د راتگ مخنیوی به بوازي دا سخته کړي چې د ایبولا د ناروغۍ علاج دي وشي. هغه وویل چې دا به د امریکا متحده ایالاتو ته حتی یو لوی گواښ وي.

فریډن وویل چې د روغتیا د چارو کارپوهان په دې پوهیږي چې د ایبولا ناروغي څنگه باید کنټرول شي او دا چې د هغې د زیاتي خپریدو خطر دلته په امریکا کې نه شته.

XS
SM
MD
LG