د لاس رسي وړ اتصالات

«د افغانستان سره دې مرستې د اصلاحاتو په شرط وشي»


آرشیف
آرشیف

د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو چارو د جرګګۍ دیموکراتان وايي چې امریکا دې د افغانستان سره په دې شرط خپلو مرستو ته ادامه ورکړي چې د افغانستان حکومت یو لړ اصلاحات راولي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ دیموکراتانو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بیاجوړونې په برخې کې د امریکا د مرستو په اړه د خپلو وړاندیزونو رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د حکومت څخه باید وغوښتل شي چې د آدارې فساد خلاف مبارزه وکړي او د مخدره موادو د قاچاق پرضد اقدامات وکړي.

د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ په وړاندیزونو کې دا هم راغلي دي چې د افغانستان سره مرستې ته باید دا شرط هم وټاکل شي چې د دغه هیواد نوی حکومت مهم وزارتونه چا ته ورکوي.

رپوټ د افغانستان د حکومت څخه غواړي چې داسې کسان دې په مهمو حکومتي دندو وګماري چې د رښتینو اصلاحاتو د راوستلو تکل ولري.

د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ دیموکراتان وايي چې امریکا باید په امنیتي برخې کې د مرستو لپاره لوړ معیارونه په نظر کې ونیسي ترڅو دا یقیني شي چې مرستې هغه امنیتي چارواکو ته نه رسیږي د بشري حقونو نه یې سرغړونې کړې دي.

په رپوټ کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو ادارو د تشویشونو ذکر هم شوی دی چې په افغانستان کې د امنیتي ارګانونو د چارواکو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو د رپوټونو په اړه څرګند کړي دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس، امریکا او نور نړیوال تمویلونکي د افغانستان د بودیجې ۶۰ فیصده پيسې ورکوي. د افغانستان کلنۍ بودیجه ۷.۶ میلیارد ډالره کیږي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ د دیموکراتانو رپوټ داسې مهال خپور شوی دی چې یوه اونۍ ورسته به په امریکا کې منځني انتخابات وشي.

د امریکا د سنا په مجلس کې دیموکراتان په اکثریت کې دي. په منځنی انتخاباتو کې به د امریکا د استازو د جرګې د ټولو څوکیو نه علاوه د سنا د ۳۳ څوکیو لپاره هم سیالي وشي.

کیدای شي په منځني انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکي د امریکا د سنا د مجلس اکثریت څوکۍ وګټي. که داسې وشول نو د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو جرګګۍ کنټرول به هم جمهوري غوښتونکي په لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG