د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس احمدزی په یو څلور ورځني سفر چین ته تللی


په چین کې د اسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس سمبول (ارشیف)
په چین کې د اسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس سمبول (ارشیف)

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، افغان ولسمشر تیر ماښام د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په څلور ورځني رسمي سفر چین ته رسیدلې دی، د چارو یو شمیر څیړونکي چین ته د ولسمشر احمدزي سفر خورا مهم ګڼي، خو د سیمې له ځینو هیوادونو سره د چین اړیکو ته په کتنې په لنډ وخت کې افغانستان ته له دغه سفر نه د ګټې رسیدو په باب ډير هیله مند نه دي.

دا د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې واک ته له رسیدلو وروسته بهرنیو هیوادونو ته د ولسمشر احمدزي دوم سفر دی.

ولسمشر احمدزي د روانې اونۍ په سر کې د عمرې حج د اداء کولو او د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو لپاره هغه هیواد ته سفر کړی وو.

له ارګ څخه په خپور شوي دې بیان کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني احمدزی به د چین له ولسمشر، صدر اعظم او د پارلمان رئیس سره د لیدو کتو او خبرو تر څنګ د چیني سوداګرو سره هم وګوري او هغوي به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د اسیا د زړه هیوادونو کنفرانس

ولسمشر احمدزي سره په دې سفر کې د افغان سوداګرو یوه ډله او د پارلمان یو شمیر غړي هم ملګرتیا کوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به په چین کې د خپلې څلور ورځنۍ هستوګنې په وروستۍ ورځ د افغانستان په باب د آسیا د زړه د هیوادونو په کنفرانس کې برخه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د چین د بهرنیو چارو وزیر په ګډه د دې کنفرانس مشري کوي.

د افغانستان او چین د اړیکو د پراخیدلو اړتیا

ولسمشر احمدزی په داسې حال کې چین ته تللی چې په کور دننه د افغان چارو کارپوهان دغه سفر ته خورا اهمیت ورکوي او وايي چې له یوې خوا چین د پاکستان سره ډيرې نږدې او دوستانه اړیکې لري او د بلې خوا د چین او هندوستان په اړیکو کې هم د پام وړ ښه والې راغلې چې دا پرمختګونه به په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

د افغانستان چارو څیړونکي د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د پاکستان اړیکو ته په کتنې هیله لري چې چین به د پاکستان د یو دوست په صفت دا هیواد په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګولو کې افغان حکومت سره همکاریو ته وهڅوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد طاهر هاشمي په دې باور دی چې د افغانستان او چین اړیکې به، چین دې ته وهڅوي چې پر پاکستان باندې له خپل نفوذ نه کار واخلي.

هغه وایي "که چین د سیمې د ثبات او په سیمه کې د سولې لپاره غواړي له افغانستان او یا هندوستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي، پاکستان دې هم دا په پام کې ونیسي چې د سیمې د هیوادونو ښې اړیکې په سیمه کې د سیاسي ثبات او سولې په برخه کې ډير ارزښت لري".

ښاغلي هاشمي د افغانستان او لویدیځې نړۍ سره د استراتیژیکو تړونونو د شتون په صورت کې چین سره د اوږدې مودې همکاریو په باب وايي چې افغان حکومت ته په کار دي چې دغه هیواد سره د سندونو د لاسلیک په وخت لویدیځې نړۍ په ځانګړی توګه امریکا سره شویو تړونونو ته پاملرنه وکړي.

هغه وویل " دا د یو سیاستمدار او یا ډيپلوماتانو هوښیارتیا پورې اړه لري چې کله د مذاکرې میز ته کښینی او یا تړون لاسلیک کوي چې د یو هیواد په ترلاسه کولو بل هیواد متاثره نکړي".

چین او افغانستان اقتصادي اړیکې

یو شمیر افغان کارپوهان چین سره د افغانستان د سیاسي اړیکو د پراختیا تر څنګ د دغې هیواد سره اقتصادي اړیکو ته خورا اهمیت ورکوي.

دا کارپوهان وايي چې چین یواځینی هیواد دی چی تر دی مهاله یې په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو د پانګونې په برخه کې عملاً اقدامات کړي دي.

دا کارپوهان د لوګر د عینکو د مسو کان او د افغانستان په شمال کې د تیلو او ګازو د زیرمو په موندلو کې د چین پانګونه خورا مهمه بولي.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون استار نجیب عزیزي وایي چې د چین پانګونې عملاً په افغانستان کې یو شمیر افغانانو ته د کار زمینه برابره کړی ده.

ښاغلي عزیزي وویل "امیدواري همدا ده چې په افغانستان کې به د چینایانو لخوا نوی پانګونه وشي، له یو خوا به افغانانو ته د کار زمینه برابره شي بلخوا به په مختلفو سکتورونو کې انکشافات راشي او چینایان به هم په افغانستان کې پیسې وګټي چې امکانات یې شته دي".

دا څرګنده ده چې افغان حکومت چین سره د اړیکو د پراخیدلو نه د خپل هیواد د ثبات او اقتصادي ودې تمه لري خو دا چې چین له افغانستان سره د نږدیو اړیکو نه څه تمه لري تر ډيره بریده پوره څرګنده نه ده خو یو شئ چې ډير څرګند دی چین افغانستان سره د خپلو مسلمان میشتو ایالتونو د ثبات لپاره په افغانستان کې ثبات او د سولې ټینګولو ته لیوالتیا لري.

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر عمر داودزي د ۳۴ ولایتونو قوماندانانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په دې وروستیو کې افغان پولیسو له چین سره په سرحد کې د واخان سیمه کې یو شمیر چینایان چې په ناقانونه توګه د خپل هیواد نه افغانستان ته اووښتي وو چې د پولیسو لخوا نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG