د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وینې د ورکولو کمپاین


د فرهاد دریا له خوا کابل کې افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وینې د ورکولو د کمپاین پیل
د فرهاد دریا له خوا کابل کې افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وینې د ورکولو د کمپاین پیل

فرهاد دریا نن چارشنبې د سردار محمد داؤد خان ۴۰۰ بستریز روغتون ته تللې وو او افغان ځواکونو ته یې خپله ۵۰۰ سي سي وینه ورکړه.

ښاغلي دریا د وینو له ورکولو مخکې رسنیو ته وویل چې د وینو د ورکولو دا کمپیان به د هیواد په کچه وغځوي او له ټولو افغانانو څخه یې وغوښتل چې له افغان سرتیرو څخه ملاتړ وکړي.

فرهاد دریا د وینو ورکولو پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی، د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمیر سرپرستو وزیرانو ته هم بلنه ورکړه چې افغان سرتیرو ته وینه ورکړي او په دې کار سره نورو افغانان وینې ورکولو ته وهڅوي.

ښاغلي دریا وویل "افغان امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکولو لپاره زه دغو اوو شخصیتونو ته چلینج ورکوم او یقین لرم چې زما دې چلینج ته لبیک وايي او په خپل دې کار سره د میلیونونو افغانانو د هڅولو سبب کیږي او د ملي یووالي حکومت له پیل سره د ولسي دولت د بنسټ پياوړي کولو په هیله له دې ستر ملي حرکت سره یو ځای کیږي".

فرهاد دریا له هغو چارواکو چې چیلینج یې ورته ورکړ وغوښتل چې افغان امنیتي سرتیرو ته د وینې ورکولو پر مهال هر یو اوه نورو کسانو ته چیلینج ورکړي او په دې سره د وینې د ورکړې دا کمپیان د افغانستان کلیو او بانډو ته ورسوي.

ښاغلی دریا وايي څه موده مخکې په یو تلویزیون کې ژوندې خپرونه کې میلمه وو چې د هغوې برنامه د لنډ ځنډ لپاره وځنډول شوه او پر ځای یې یو عاجل خبر تیر شو چې ورکې د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او هغه مهال یې تصمیم ونیو چې افغان امنیتي سرتیرو ته د وینې د ورکولو کمپاین په لاره واچوي.

د ښاغلي دریا پر وینا د وینې د ورکړې دا کمپاین یو ملي خوځښت دی.

ښاغلي دریا وویل "د افغانستان سولې او آرامې ساتونکو ته د ویني د ورکولو دغه کمپاین په بشپړه توګه یو ملي، غیر سیاسي، غیر دولتي او حتی غیر اینجویي حرکت دی، زه د مدني ټولنې د یو کوچني غړي په صفت د خپلې وینې یوې قطرې له لارې یوه دانه یا یو زړی کرمه هغه زړی چې ستاسې په همت به یووه ورځ په سترې ونې بدل شي".

دغه راز د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل هم چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړې وو وویل چې وینه په اکثرو مواردو کې د هغو سرتیرو ژوند ژغوري چې په جګړه کې ټپيان شوي وي.

د میرمن دلیل پر وینا اوسمهال د وینې بانک په ذخیرو کې ۷۰ سلنه هغه وینه ده چې د خلکو له خوا په وړیا ډول ورکول شوی او پخوا به دا وینه د پیسو په بدل کې ترلاسه کیده.

میرمن دلیل وویل " زه د فرهاد دریا له دې کار څخه استقبال کوم او له خلکو غواړم چې د محرم میاشتې په مناسبت له دې کمپاین سره یو ځای شي او اړو کسانو ته خپله وینه ورکړي".

د پوځي طب پوهنځي زده کوونکې سید رحمان امرخیل وایي چې د ملي اردو زخمیان کله کله د وینې له کموالي سره مخ کیږي او که ولس له هغوی سره مرسته وکړي نو دا به ډیر ښه کار وي.

هغه داسې وویل " د ملي اردو زخمیان بعضې وخت د وینې له کموالي سره مخامخ کیږي که چیرې دا ملکیان او هموطنان له موږ سره د وینې په ارتباط مرسته وکړي دا ډير ښه کار ده او د وینې اړتیا په شفاخانه کې کله کله پیښیږي".

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وینې د ورکړې دود د پخوا په پرتله څه نا څه عام شوی دی او خلک په وړیا توګه د وینو بانکونو ته خپله وینه ورکوي.

XS
SM
MD
LG