د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په لایبریا کې د ایبولا د ناروغۍ نوې پيښې کمې شویدي. لایبریا یو له هغو هیوادونو نه دی چې د ایبولا د ناروغۍ ډیرې پيښې پکښې ثبت شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د عمومي رئیس مرستیال، بروس اېلوارډ وايي په لایبریا کې د ایبولا د نوېو پيښو کمیدل هیله من کړی دی.
اېلوارډ وویل چې د لایبریا حکومت اوس تحقیقات پيل کړي دي چې دا معلومه کړي چې د ایبولا د پيښو کمیدل حقیقت لري او که نه.
بروس اېلوارډ وویل چې «کوم معلومات چې موږ تر دې دمه. . . لرو دا ترې معلومیږي چې په لایبریا کې د ایبولا د ناروغۍ د نوېو پيښو کمیدل حقیقت لري. . . . خو بیا هم، حکومت معلومات ګوري او زه فکر کوم چې په راتلونکو ورځو کې به یې پوره پته ولګیږي.»
په لایبریا کې د څو میاشتو راهیسې هڅې روانې دي چې د ایبولا د وژونکې ناروغۍ مخه ونیول شي.
ډاکټر اېلوارد وویل چې د دې امکان شته چې د لایبریا د حکومت او مرستندویو ټولنو اقدامات دې نتیجه ورکړي وي.
د ایبولا د پيښو د کمیدو علت
اېلوارډ وویل چې ډیرې هڅې شوې وي چې خلګ په دې پوه شي چې د ایبولا ناروغۍ څنګه سرایت کوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان دغه چارواکي زیاته کړې ده چې تر ټولو مهم کار دا و چې خلګ په دې وپوهیږي چې څنګه خپل مړي په خوندي توګه ښخ کړي.
داکټر اېلوارد وايي چې د کلینکونو په جوړولو او د تداوي لپاره د صحي کارکوونکو د روزنې په برخې کې هم پرمختګ شوی دی.
هغه وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان او ملګري یې د ایبولا د ناروغۍ د تداوۍ ۵۶ مرکزونه د جوړولو تکل لري، چې دغه مرکزونه به ۴۷۰۰ بسترې ولري او لایبریا، سرلېون او ګیني کې به موقعیت ولري.
بروس اېلوارډ وویل چې تر اوسه د دغو صحي مرکزونو له جملې څخه یوازې ۱۵ یې جوړ شويدي. هغه زیاته کړه چې ډیر کار لا پاته دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د عمومي رئیس مرستیال وايي چې په سلګونو ډاکټرانو او د صحي برخې کارکونکو ته اړتیا شته چې د ناروغانو مراقبت وکړي.
اېلوارد وايي چې دا ډیره مهمه ده چې ناروغان په داسې ځایونو کې وساتل شي چې د خلګو نه جلا وي. هغه وايي چې که داسې وشي نو د ناروغانو د ژوندي پاته کیدو چانس به هم ډیر وي.
د اوس لپاره په لایبریا کې د ایبولا د ناروغانو د مړینې کچه۷۰ فیصده ده.
لا ډیر کار ته ضرورت شته
که څه هم د ایبولا د ناروغۍ د خپریدو د مخنوۍ په برخې کې پرمختګ شوی دی، خو ډاکټر اېلوارد خبرداری ورکوی او وایي چې ایبولا ناروغۍ ختمه شوې نه ده او د دغې ناروغۍ د قابو کولو لپاره نور ډیر کار ته ضرورت شته.
بل پلو ته، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره ، سمنتا پاور ژمنه کړې ده چې امریکا به په لویدیځي افریقا کې د ایبولا د ناروغۍ د مخنوۍ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
سفیره سمنتا پاور د لویدیځې افریقا ایبولا ځپلو هیوادونو ته سفر کړی دی چې ورسته به هغه بروکسل ته ولاړ شي او د اروپايي هیوادونو د استازو سره به د ایبولا د ناروغۍ پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس تراوسه د ایبولا د ناروغۍ ۱۳۷۰۰ پيښې ثبت شوي دي.
د ایبولا د ناروغۍ له لاسه تراوسه ۴۵۰۰ کسان مړه شوي دي.