د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار: د افغانستان د مخدره مواد ضد مبارزه بریالۍ نه ده


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د ځانگړي دفتر سرمفتش سیگار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو ضد امریکايي کمپاین خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.

سیگار وايي چې افغانستان کې د مخدره مواد ضد کمپاین باندې امریکا قریب ٧ عشاریه ٦ میلیارده ډالر مصرف کړیدي. خو بیا هم سیمه کې د مخدره موادو اندازه راکمه شوې نه ده. د سیگار دغه راپور ډیر په تاسف سره وايي چې اوس هم افغانستان د کوکنارو او مخدره موادو ستر مرکز دی.

چې کروندگرو ته چې متبادل د معاش وسیلې پیدا شي نو هغوی به د دې بد بوټي نه لاس واخلي
چې کروندگرو ته چې متبادل د معاش وسیلې پیدا شي نو هغوی به د دې بد بوټي نه لاس واخلي

دغه راپور وايي چې افغانستان کې د کوکنارو کر زیات شویدی خو امریکا باید ناهیلی نه شي او خپل کارونه باید چټک کړي. دغه راپور وايي چې د کوکنارو کر بندول د یوې ورځې کار نه دی، دا یو ستر او اوږده پلان ته ضرورت لري. دې لړ کې د خصوصي سکتور مرسته ډیره مهمه ده چې خلکو ته بدیل معیشت ورکړي.

د سیگار راپور وايي چې یو خوا ته امریکا د افغانستان نه خپل زیاترې قواوې وباسي، په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډله قوي شویده، القایده هم د جنوبي اسیا څانگه پرانستې. په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې بد امني زیاته شوې.نو په دې حالت کې امریکا ته ډیر کم وخت او امکانات پاتې کیږي چې افغانستان کې د مخدره موادو ضد مبارزې کې ېې ولگوي

د سیگار اداره د امریکا دولت ته مشوره ورکوي چې د مخدره مواد ضد مبارزه دې هم د ترهگرۍ ضد مبارزې کې شامله کړي. ځکه چې دا دواړه د یو بل سره تړلي دي او یو د بل نه اثر او گټه اخلي.

د دې رپوټ مهم ټکی هم دا دی چې د امریکا د دومره مبارزې، مصارفو او کوششونو نه پس هم په افغانستان کې د مخدره موادو کار و بار هماغسې فعال دی. رپوټ وايي چې پهافغانستان په کال ٢٠١٣ کې ٢٠٩٠٠٠ جریبه ځمکه باندې کوکنار کرلي وو . چې ورسره د دې کاروبار نه د گټې اندازه ٣ میلیاردو ته رسیدلې .چې د دتیر کال ٢٠١٢ نه دوه چنده زیاته ده.

د سیگار ادارې چې په خپل رپوټ کې کوم وړاندیزونه د امریکا دولت ته کړي، هغې ویل شوي چې کروندگرو ته چې متبادل د معاش وسیلې پیدا شي نو هغوی به د دې بد بوټي نه لاس واخلي.

ورسره هغه پروژې چې افغانستان کې د دې مبارزې په لړ کې پیل شوې وې، هغو سره مرستې باید بندې نشي. همداشان کارونه باید په حوصله او احتیاط سره ترسره شي، ترڅو مقاومت ورسره کم ووسي. د خصوصي سکتور نه ډیره گټه واخلي چې خلکو سره نیزدې اړیکه وساتل شي.

د څارنې او تفتش پروسه باید دوامداره وي چې کارونو کې غفلت ونشي. د افغانستان قواوې داسې مجهزې شي چې د مخدره موادو ضد مبارزه په ښه توگه ترسره کړي.

د سیگار رپوټ د امریکا دولت ته مشوره ورکړې چې باید د کوکنارو د کر او مخدره موادو د کاروبار خلاف خپل کوششونه لا گړندي کړي. په داسې حال کې چې امریکا خپل د دې کال په اخر کې د خپلو عسکرو شمیر لس زرو ته راکموي نو باید دې ټکي ته ډیر پام وکړي. سیگار وايي چې افغانستان د ترهگرو د ولکې نه د ویستلو یوه وسیله د مخدره موادو کار و بار او گټه ختمول دي.

سیگار خپل راپور کې وايي که چرې امریکا په ناڅاپي توگه د مخدره موادو ضد مبارزه ودروله او افغان دولت سره ېې دې لړ کې مرستې هم بندې یا کمې کړي نو دا معنا به ترې واخیستل شي نړیوالې ټولنې افغانستان په دې جگړه کې یوازې پریښود.

نو که چرې د کوکنار کر بند او د مخدره مواود د کارو مخه ونه نیول شوه، نو د دې تجارت گټه به یاغیانو او جنایتکارانو ته رسي، هغوي به د افغانستان د حکومت ضد عملیات او حملې زیاتې کړي چې نتیجه به ېې د اقتصادي او سیاسي نظام سقوط شي او هغه خواري چې دې تیرو دولس تیارلس کالو کې شوې وه او دا اوسنی حالت رامنځته شوی و، ټوله خواري به په اوبو لاهو شي.

حبیب قادري وايي چې د مخدرو موادو ضد مبارزې د ناکامۍ مسول یو نفر یا اداره نه ده
حبیب قادري وايي چې د مخدرو موادو ضد مبارزې د ناکامۍ مسول یو نفر یا اداره نه ده

د امریکا غږ آشنا راډیو په دې اړه د مخدره مواد ضد مبارزې د افغانستان پخواني وزیر ښاغلي حبیب قادري نه پوښتنه وکړه چې د مخدره موادو ضد مبارزې کې د ناکامۍ مسولیت د چا په غاړه دی.

هغه وایي چې په دې کې د امریکا نه واخله، د تیر افغان دولت او اړونده خلکو پورې ټول په خپل خپل ځای مقصر دی.

حبیب قادري وايي چې امریکا چې څومره مصارف کړي، هغه په ناسمو لارو او لاسونو مصرف شوي. دی وايي چې زه چې کله د دې وزارت مسول وم نو موږ سره مناسبه مرسته نه ده شوې.

حبیب قادري وايي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت چې کوم پلانونه د تحول دپاره لري، هغې کې باید د مخدره مواد ضد مبارزه هم په اولیتونو کې وي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG