د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: په الاقصی کې د ټولو ادیانو پیروان عبادت کولای شي


اسرائیلو صدراعظم او د کابینې ځینې غړي یې

اسرائیلو صدراعظم او د کابینې ځینې غړي یې

د اسرائیلو صدراعظم ژمنه کړې ده چې په مسجد الاقصی کې د عبادت کولو انتظام به د پخوا په څیر وساتل شي.

ښاغلي بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې مسلمانان کولای شي چې په دغه مسجد کې لمونځ وکړي.

د اسرائیلو صدراعظم د اسرائیلو پارلمان ته ویلي دي چې د مسجد الاقصی په اړه دې د «مسئولیت او زغم» نه کار واخلي.

د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځ د الاقصی په مسجد کې (چې د حرم القدسي شریف) په نامه یادیږي د عبادت د کولو یا نه کولو په اړه اختلافات پيدا شوي دي.

د اسرائیلو صدراعظم بنجمین نتنیاهو د اسرائیلو پارلمان ته ویلي دي چې موقع دې نه ورکوي چې د تشدد د لاری عکس العمل وښودل شي.

یهودیانو او مسلمانانو دواړه اجازه لري چې د شرقي الاقصی مسجد ته ولاړ شي خو یوازې مسلمانان پکښې د لمانځه حق لري.

د الاقصی مسجد د دواړو مسلمانانو او یهودیانو لپاره مقدس ځای دی.

ځینې اسرائیلیان اندیښنه لري چې فلسطینیان به د وضعیت نه ګټه واخلي او یو بل پاڅون به پيل کړي.

د اسرائیلیانو مظاهرې

د اسرائیلو د کورجوړونې وزیر اوري ارېل وویل چې«زه د اسرائیلیانو پر خاوره د هیڅ چا ګواښ نه منم چې وايي وضعیت ښه نه دی او موږ باید القصی ته ولاړ نه شو.»

د یهودیانو فعالین د دغه مقدس ځای نه دباندې راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې په دغه ځای کې دې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره دې اجازه ورکړل شي.

د اسرائیلو د امنیتي قواوو او فلسطینیانو ترمنځ تیره میاشت نښتې وشوي. نښتې هغه مهال پیل شوي چې پولیسو هغه فلسطیني وسله وال وواژه چې یو اسرائیلي سختدریځه یهودي ملا یې زخمي کړی و.

سختدریځه یهودي هغه کنفرانس ته تللی و چې د دې لپاره جوړ شوی و چې یهودیانو ته د الاقصی په مسجد کې د عبادت کولو حق ورکړل شي.

د غزې د سرحد تړل

اسرائیلو د غزي سره خپل سرحد په دوو ځایونو کې تړلی دی.

د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د شنبې په ورځ یې پریکړه کړې چې د غزې سره پر سرحد دوې نقطې وتړي.

د اسراییلو پوځ ویلي دي چې دغه کار یې پر اسریلو د دوو راکټونو د توغول نه ورسته کړی دی. راکټونو خلکو ته ځاني او مالي تاوان نه دی رسولی.

اسراییلو ویلې د اسریلو او حماس ترمنځ د ٥٠ ورځنۍ جګړې ورسته دا دوهمه ځل دی چې په اسراییلو راکټونه ویشتل کیږي.

XS
SM
MD
LG