د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په ختیځ کې انتخابات او د غربي هیوادونو مخالفت


په لوهانسک او ډونیڅک کې، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي، د مشر او مقننه قوې لپاره انتخابات کیږي.

په لوهانسک او ډونیڅک کې، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي، د مشر او مقننه قوې لپاره انتخابات کیږي.

د اوکراین په ختیځ کې د راېیو د اچولو بهیر پيل شوی دی. اوکراین او غربي هیوادونو ویلي دي چې دغه انتخابات نه مني.

د اوکراین د ختیځ د لوهانسک او ډونیڅک په سیمو کې، چې د یاغیانو واک پکښې چلیږي، د مشر او مقننه قوې لپاره انتخابات کیږي.

یوه اونۍ مخکې په اوکراین کې پارلماني انتخابات شول. په دغو انتخاباتو کې د اورپايي اتحادیې سره د نږدې مناسباتو د درلودو طرفدارو ډلو دیرې څوکۍ ګټلې دي.

خو د اوکراین د ختیځ اوسیدونکو د اکتوبر د میاشتې د ۲۶ نیټې په انتخاباتو کې برخه نه وه اخیستې.

د دونیڅک د یاغیانو مشر اکسانډر زاخارچینکو، د یکشنبې په ورځ د خپلې رایې د اچولو نه ورسته، وویل چې که اوکراین یې په رسمیت وپيژني نو دوی به ورسره عادي اقتصادي مناسبات جوړ کړي.

د دونیڅک د یاغیانو مشر اکسانډر زاخارچینکو وویل: «که چیری دوی موږ (د دونیڅک جمهوریت) په رسمیت وپيژني او د جګړې نه پرته زموږ خاوره بیرته موږ ته پریږدي، نو بیا به موږ د اوکراین سره عادي اقتصادي مناسب ولرو او د دوو برابرو اقتصادي ملګرو په حیث به ګزاره وکړو.»

د غربي هیوادونو مخالفت

اروپايي اتحادیې او امریکا ویلي دي چې د یاغیانو لخوا د انتخاباتو کیدل غیرقانوني دي.

غربي هیوادونو ویلي دي چې دغه د اوکراین د اساسي قانون څخه او د هغه موافقې نه، چې سپټمبر په ۵ نیټه د اوکراین د حکومت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ وشوه، سرغړونه ده.

روسیې ویلي دي چې د بیلتون غوښتونکو لخوا د انتخاباتو نتایج به ومني. د اروپايي اتحادیې مشرانو د ورسیې نه غوښتنه کړې ده چې د انتخاباتو نتایجو ته دې اهمیت نه ورکوي.

غربي هیوادونو ویلي دي چې انتخابات به د اوکراین د ختیځ بحران لا پسې پيچلی کړي. د اوکراین په ختیځ کې د روسیې طرفدارو یاغیانو د روسیې سره یوځای کیدل غواړي.

که څه هم د اوکراین په ختیځ کې د دوو میاشتو راهیسې د اوربند موافقې شوې ده خو هره ورځ د نښتو رپوټونه ورکول کیږي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د اوکراین د حکومتي قواوو او د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو ترمنځ په نښتو کې تر ۴۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG