د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د امریکا او چین تر منځ اړیکې مهمې او ټاکونکې دي


جان کېري وايي چې د امریکا او چین اړیکې د ٢١مي پېړۍ د ډیرو مسایلو په حلولو کې قاطع نقش لري.
جان کېري وايي چې د امریکا او چین اړیکې د ٢١مي پېړۍ د ډیرو مسایلو په حلولو کې قاطع نقش لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سه شنبې په ورځ اروپا، منځني ختیځ او آسیا ته په سفر روان شوی دی.

ښاغلي کېري غواړي د اقتصادي همکاریو، امنیتي چارو او د پاکي انرژۍ په اړه د دغو سیمو د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره خبري وکړي.

کېري به اول پاریس ته ورسیږي او د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر لارین فابیو سره به وگوري.

د بهرنیو چارو دواړه وزیران به د یوکراین د نا آرامیو، ایبولا د ناروغۍ او په عراق او سوریه کې به د اسلامي دولت د ډ لي د وسله والو په مقابل کې د جگړې په اړه خبري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د پاریس نه بیجینگ ته ځي او د آسیا آرام سمندر د سیمي د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډي په اړه چې بله اونۍ شروع کیږي خبري کوي.

په بیجینگ کې به ښاغلي کېري د پاکي انرژۍ د استعمال، د کمپیوټري خوندیتوب باندې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د چینايي چارواکو سره په اقتصادي چارو کې ښځو ته د زیاتې ونډې ورکولو په هکله هم خبري وکړي.

کېري د امریکا او چین تر منځ اړیکې ډیرې مهمې وبللې او ویې ویل چې امریکا او چین د ٢١مي پېړۍ د ډیرو شیانو په حلولو کې قاطع نقش لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې« د امریکا او چین اړیکې په نننۍ نړۍ کې ډیري مهمي دي. او هغه په ٢١مه پېړۍ کې قاطع نقش لوبولای شي...»

کېري په په دې سفر کې په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر

محمد جواد ظریف سره هم وگوري او د هغه هیواد د اټومي پروگرام په هکله د خبرو په وروستي مهلت باندي به ورسره وغږیږي.

XS
SM
MD
LG