د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر او د سنا نوي مشر د همکارۍ ژمنه وکړه


ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ جمهوري غوښتونکو ته، په انتخاباتو کې د کامیابۍ پخاطر، مبارکي ورکړه

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ جمهوري غوښتونکو ته، په انتخاباتو کې د کامیابۍ پخاطر، مبارکي ورکړه

د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د امریکا په سنا کې د اکثریت ګوند مشر میچ مکانل ژمنه وکړه چې د قوانینو د تصویب په برخې کې به د یو بل سره همکاري کوي، خو دواړو دا ومنله چې امکان لري چې په ځینو مسایلو کې موافقې ته سره و نه رسیږي.

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ په خبرې کنفرانس کې وویل چې تمه لري د کانګرس سره به د ډیرو مسایلو په اړه موافقې ته سره ورسیږي.

خو ولسمشر دا ومنله چې ښايي کانګرس به، چې اوس به پکښې جمهوري غوښتونکي په اکثریت کې وي، داسې لایحې تصویب کړي چې دی به یې لاسلیک نه کړي.

په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانل هم وویل کیدای شي ولسمشر د جمهوري غوښتونکو لخوا ځینې تصویب شوې لایحې ویټو کړي.

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند نوی مشر میچ مکانل وویل چې د ولسمشر اوباما سره به د مهمو قانوني لایحو د تصویبولو په اړه، چې دوی ورباندې هم نظره دي، ګډ کار وکړي.

هغه د نړیوال تجارت د تړونونو او د مالیې په برخه کې د اصلاحاتو د لایحو یادونه وکړه.

سناتور مکانل وویل چې د ولسمشر اوباما سره یې په ټلیفون کې خبرې کړي دي او موافقه یې کړې ده چې په هغو مسایلو به ګډ کار وکړي چې دوی ورباندې موافقې ته رسیدلی شي.

مکانل وویل: «ډیر داسې خلک شته چې فکر کوي چې د حکومت د تقسیم مانا دا نه ده چې هیڅ به نه ترسره کیږي.»

د اوباما عکس العمل

ولسمشر اوباما وویل چې د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې امریکایانو خپل پیغام ورسوی او هغه دا دی چې دوی د سیاستمدارانو نه غواړي چې

تر خپل وس پوري سخت کار وکړي او خپلي دندي تر سره کړي.

ولسمشر اوباما پرون د چهارشنبې په ورځ د منځنیو انتخاباتو نه وروسته په سپینه ماڼۍ کې یو خبري کنفرانس رابللی و.

په دې انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو د سنا د مجلس کنټرول د دیموکراتانو نه ترلاسه کړ او د آستاځو په مجلس کې یې هم د خپلو غړو شمېر زیات کړ.

ښاغلي اوباما جمهوري غوښتونکو ته مبارکي ورکړه. هغه وویل چې د دې انتخاباتو پیغام دا دی چې د امریکا خلک په ډیر زیات اکثریت سره په دې باور لري چې واشنگټن په ښه توګه کار نه کوي او د امریکا خلګ دی مسئول بولي.

ښاغلي اوباما وویل چې دی غواړي د خپلې دورې په پاته دوو کالو کې د جمهوري غوښتونکو سره کار وکړي. هغه وویل چې د جمهوري غوښتونکو نه غواړی چې خپله مشخصه آجندا دې ورته وړاندې کړي.

باراک اوباما د اوسني کانگرس نه وغوښتل چې د بلې میاشتې تر پایه، یانې د کانګرس د رخصتیو د رارسیدو نه مخکي، دې فیډرالي بودیجه منظور کړي.

ولسمشر اوباما وویل چې د ایبولا د ناروغۍ سره د مبارزې دپاره به زیاتي پیسې وغواړي او همداراز به د اسلامي دولت د ډلي په مقابل کې د جگړې دپاره د امریکايي قواوو د استعمال غوښتنه هم وکړي.

په کانګرس کې اکثریت

دا به د ۲۰۰۷ کال راهیسې دا لومړی ځل وي چې جمهوري غوښتونکي به د کانګرس په سنا او ولسي جرګې کې اکثریت ولري.

دیموکراتانو د سنا د مجلس د ۱۰۰ څخه ۵۵ څوکۍ درلودي خو د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې دغه ګوند په یو شمیر ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو له لاسه ماته وخوړله.

جمهوري غوښتونکو د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې د دیموکراتانو څخه د سنا د مجلس اوه څوکۍ وګټلي. جمهوري غوښتونکو د ارکنساس، کولورادو، ایووا، مونټنا، شمالي کارولینا، جنوبي ډکوټا، او لویدیځې ویرجینیا کې دیموکراتانو ته ماته ورکړه. د دریېو نورو ایالتونو نتایج بیا تر اوسه معلوم نه دي.

جمهوري غوښتونکو د کانګرس د ولسي جرګې ۱۴ نورې څوکۍ هم ګټلې دي. پخوا دغه ګوند د ولسي جرګې د ۴۳۵ څوکیو څخه ۲۳۳ څوکۍ درلودي خو اوس ۲۴۷ څوکۍ لري.

د امریکا د ولسي جرګې رئیس جان بینر وویل چې کانګرس به د انرژۍ او کارموندنې قوانین تصویب کړي. هغه وویل چې دغه هغه قوانین دي چې په سنا کې دیموکراتانو یې د تصویبیدو مخه نیوله.

جان بینر زیاته کړې ده چې «اوس یې وخت دی چې د حکومت د اقداماتو نتیجه ووینو.»

د مهاجرت قوانین

ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ وویل چې دپلان سره سم به د روان کال تر پایه پورې د مهاجرت په قوانینو کې د ولسمشرۍ د فرمان نه په کار اخیستلو سره اصلاحات راولي. هغه وویل چې امریکایان نور په دې اړه انتظار نه شي کولای.

خو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر مکانل وویل چې هیله لري چې ولسمشر اوباما به دغسې یو کار و نه کړي.

اوس هم ځینې جمهوري غوښتونکي وايي چې دوی به هڅه وکړي چې ولسمشر پرینږدي چې په یوازې سر د امریکا د مهاجرت په پالیسو کې تغیر راولي.

که د مهاجرت په قوانینو کې تغیر راوستل شي نو په میلیونونو مهاجر به، چې په غیرقانوني توګه امریکا ته راغلي دي، په امریکا کې د اوسیدو اجازه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG