د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي افغانستان به یوازې نه پریږدو


د ناټو د تړون عمومي منشي ینز سټولټنبرگ د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول کابل ته ورسېد او افغان چارواکو ته یې ډاډ ورکړ چې ناټو به د ٢٠١۴ کال وروسته هم خپلې پوځي مرستې جاری ساتي. ټاکل شوې چې ناټو خپل عسکر د روان کال په پای کی له افغانستان نه وباسي.

د ناټو عمومي منشي په کابل کی خبرېالانو ته ووېل چې د محاربوي عملیاتو د پای ته رسېدو مطلب او معنې داده چې ناټو به له افغانستان سره په خپلو اړېکو کی ېو نوې فصل پرانېزي او ددغه ملک راتلونکې به په خپله د افغانانو په لاس کی وي.

امرېکا به د ٢٠١۴ م کال نه وروسته هم په افغانستان کی ١٢٠٠٠ عسکر ددې لپاره وساتي چې د افغانستان له امنېتی ځواکونو سره مرسته وکړي او وېې روزي.
امرېکا به د ٢٠١۴ م کال نه وروسته هم په افغانستان کی ١٢٠٠٠ عسکر ددې لپاره وساتي چې د افغانستان له امنېتی ځواکونو سره مرسته وکړي او وېې روزي.

نوموړي ووېل چې د روان کال نه وروسته به د افغانستان پوځ او پولېس عملېات سر ته رسوي او ټوله ذمه واري به ېې په غاړه لري ، خو ېواځې مو نه پرېږدو ، ملگرتېا به درسره کوو.

امرېکا به د ٢٠١۴ م کال نه وروسته هم په افغانستان کی ١٢٠٠٠ عسکر ددې لپاره وساتي چې د افغانستان له امنېتی ځواکونو سره مرسته وکړي او وېې روزي.

ښاغلي سټولټنبرگ چې د ناروې ېو پخوانې خارجه وزېر دی، له جمهور رئېس اشرف غني، اجرائیه رئېس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو مامورانو سره ېې وکتل.

XS
SM
MD
LG