د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ اونیل: اسامه بن لادن زما په ډزو ووژل شو


The Moose Lodge is serving as a polling station in White Plains, Maryland. Maryland is one of five states that is holding their primary elections today.
The Moose Lodge is serving as a polling station in White Plains, Maryland. Maryland is one of five states that is holding their primary elections today.

د امریکا د سمندري قواو یو پخواني کوماندو عسکر ویلي دي چې په ٢٠١١ کال کې په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په پټنځای باندي په برید کې یې برخه درلوده او نوموړی دده په ډزو ووژل شو.

د رابرټ اونیل نوم څه دپاسه درې کاله پټ ساتل شوی و، مگر اوس هغه د امریکا خبري سازمانونو ته ویلي دي چې ده په بن لادن باندي د پاکستان په اېبټ آباد کې په خپل کور کې درې ډزي وکړې، هعه یې دوه ځلي په تندي وویشت او دریم ځل یې هغه وخت وویشت چې د خپل کټ څنگ ته په ځمکه ولوید.

( اونیل) وویل چې لومړي کوماندو عسکر د بن لادن کوټې ته د ننوتلو نه وروسته په هغه باندی یو ډز وکړ، مگر خطا یې کړ او دا دی و چې هغه یې په هغو عینکو کې ولید چې د شپې په تیاره کې استعمالیږي
( اونیل) وویل چې لومړي کوماندو عسکر د بن لادن کوټې ته د ننوتلو نه وروسته په هغه باندی یو ډز وکړ، مگر خطا یې کړ او دا دی و چې هغه یې په هغو عینکو کې ولید چې د شپې په تیاره کې استعمالیږي

ښاغلي اونیل وویل چې دی د امریکا د سمندري کوماندو قواو چې (سمندري سیل شپږ ډله) نومیږي قوماندان ته نژدې روان و او موږ ټول د بن لادن چې په ٢٠٠١ کال کې په امریکا کې د القاعدې د حملو طراح و چې تقریبا ٣٠٠٠ کسه یې ووژل، د هستوگني ځای ته په ډیري چټکۍ ور ننوتلو.

هغه وویل چې لومړي کوماندو عسکر د بن لادن کوټې ته د ننوتلو نه وروسته په هغه باندی یو ډز وکړ، مگر خطا یې کړ او دا دی و چې هغه یې په هغو عینکو کې ولید چې د شپې په تیاره کې استعمالیږي.

XS
SM
MD
LG