د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ګوزڼ درې نوې پیښې ثبت شوې دي


د کندهار په ولایت کې تراوسه پورې د ګوزڼ اوه پیښې ثبت شوې دي.
د کندهار په ولایت کې تراوسه پورې د ګوزڼ اوه پیښې ثبت شوې دي.

په کندهار کې د ګوزڼ د ناروغۍ درې نوې پيښې ثبت شوي. د کندهار په ولایت کې سږکال د ګوزڼ اوه پیښې ثبت شوې دي.

د ګوزڼ د ناروغۍ دغه اوه پيښې د کندهار د ښار د لویې ویالې او منزل باغ په سیمو کې او د ډنډ، پنجوايي، ارغنداب او شاولي کوټ په ولسواليو کې ثبت شويدي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکترعبدالقیوم پخلا وویل چې «د دغو دریېو نوېو پېښو سره په کندهار کې د ګوزڼ پېښې اوو ته ورسیدې ، په دوو کلنو کې موږ د فلج [ګوزڼ] کومه پېښه نه در لوده.»

د ماشومانو د ګوزڼ دغو نویو پېښو د عامه روغتیا د مامورینو اندېښنې زیاتې کړيدي.

د عامه روغتیا کارکوونکي له پاکستان څخه ذ ټولو راستنو شویو کورنیو نه غواړي چي خپلو ماشومانو ته دې د ګوزڼ څاڅکې ورکړي.

په کندهار کې د دوو کلنو راهیسې د ګوزڼ پيښې ثبت شوې نه وي خو سږکال د ګوزڼ د اوو پېښو ثبتیدل د دغې ناروغۍ په خلاف د مبارزې په اړه شکونه پيدا کړيدي.

د عامې روغتیا مسئولینو ویلي دي چې د کورنیو د نه همکارۍ په صورت کې کیدای شي چې د دغه وژونکې ناروغۍ نورې پيښې هم پیدا شي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکترعبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وويل چي دا ځلې به په کمپاین کې ماشومانو ته د پېچکاریو په وسیله واکسین تطبیق شي.

ښاغلي پخلا وویل چې د یکشنبې په ورځ د ګوزڼ د واکسین د ورکولو کمپاین پيل شو.

د کندهار د عامې روغتیا کارکوونکو وویل چې دوی په سیمه کې د ګوزڼ د ناروغۍ د موجودیت یو عامل پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ ګني.

په پاکستان کې د ماشومانو د فلج ۲۳۰ پېښې ثبت شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس وویل چې «په ډاډ سره ویلای شم چي د دغو پيښو یوه هم د کندهار نه ده او اصلي منشا يې پاکستان دی چي زموږ خلګ هلته ډیر ځي او راځي.»

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یا د WHO استازي هم پر دې اندېښنه ښودلې او پدې باب يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو روغتیايي پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

ناامني هم د ګوزڼ د واکسین د تطبیق په لارې کې یو ستر خنډ بلل کیږي.

د تیر یوه کال راهیسې، د هلمند او اروزګان په ولایتونو کې د واکسین د ورکولو د کمپاین پنځه تنه کارکونکي وژل شوي چي درې تنه يې په هلمند کې د سړک دغاړي د ماین په چاودنه کې ووژل شول او دوه تنه نور يې بیا په اروزګان کې له دندې څخه د بیرته راستنیدو پر مهال وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG