د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي دولت ډلې ته پیسې د کومه راځي؟


د اسلامي دولت جنګیالي او د هغوی تور بېرغ.
د اسلامي دولت جنګیالي او د هغوی تور بېرغ.

یوه غږیز پیغام چې رسنیو کې خپور شوی دی د اسلامي دولت د ډلې مشر ابوبکر البغدادي په کې وايي چې دوی به د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره د ژوند تر وروستۍ ورځې جنګیږي.

وړاندې د هغه د وژل کېدو او ژوبل کېدو ځینې راپورونه خپاره شوي و.

له دې سره جوخت اوس په امریکا کې په یو شمېر مطبوعاتو کې دا بحثونه روان دي چې واشنګټن د اسلامي دولت د مالي سرچینو په ختمولو کې پاتې راغلی دی.

بلخوا د امریکا او اروپا ټولنې ګډې هڅې پیل کړي چې د هغو کسانو ضد علمیات وکړي چې د سوریې نه بېرته راستانه شوي،امریکا او اورپا کې د تروریستي بریدونو نیت لري.

امریکايي چارواکي وايي د دوی هوايي بمباریو د اسلامي دولت د ډلې نظامي او مالي ځواک ته دروند ګوزار ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ د مخنیوي او مالي استخباراتو د چارو مرستیال وزیر ډیوډ کوهن وايي "موږ وینو چې د تیلو د پلورلو له لارې چې داعش ته کومه گټه رسیدله هغه اوس ډېره کمه شوې ده".

ښاغلي کوهن د امریکا د کانگرس غړو ته په وینا کې ویلي چې پخوا به چې اسلامی دولت ډلې په ورځ کې له دغې لارې یو میلون ډالر ترلاسه کول اوس یې دغه گټه په اوونۍ کې یو څو میلونو ته راښکته شوې ده.

د هغه په وینا ۳۰ زرو نه زیاتو جگړه مارانو دپاره د دومره امکاناتو پېدا کول سخت کار دی او دا چې امریکا ورته دغه کار نور هم ورسخت کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د تروزیزم او مالي استخباراتو د چارو مرستیال وزیر ډیوډ کوهن وايي موږ وینو چې د تیلو د خرڅون نه چې داعش ته کومه گټه رسیدله ،هغه ډیره کمه شویده
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د تروزیزم او مالي استخباراتو د چارو مرستیال وزیر ډیوډ کوهن وايي موږ وینو چې د تیلو د خرڅون نه چې داعش ته کومه گټه رسیدله ،هغه ډیره کمه شویده

هغه وايي "موږ داسې اطلاعات لرو چې دوی خپلو جگړه مارانو ته د میاشتې زر ډالر ورکوي چې په دې حساب د دوی د تنخواگانو مصرف د کال ٣٦٠ میلونه ډالره کیږي."

ښاغلی کوهن وايي چې اسلامي دولت ډلې ته له دې پرته ډېر نور امکانات هم په کار دي چې د خپلې ولکې لاندې سیمو کې ورباندې خپل واک وچلوي.

خو د امریکا په ولسي جرگې کې د نیو میکسیکو د ایالت استازی سټو پیرز وايی ولې د اسلامي دولت د ډلې خلاف دې قوي گامونه نه دي اخیستل شوی؟

"تاسو پوهېږئ چې د تیلو کومې سیمې د داعش په ولکه کې دي دوی بیا ولې د تیلو د خرڅلاو مخه نه نیسي،یا یې د تیلو زېرمې نه نیسي یا د تېلو ټانکرونه نه نیسي." همداشان د ولس جرگي د مالي چارو د کمیسون غړی دیموکرات میکسن واټرز هم وايي چې د اسلامي دولت د ډلې په اړه استخبارات ډېر پیاوړي نه دي.

خو د بهرنیو چارو د وزارت معین ډیوډ کوهن ورسره دا دلیل نه مني او وايي چې موږ معلومات لرو خو د زیاتوالي گنجایش په کې شته او دا په دې معنا نه ده چې موږ د اسلامي دولت د ډلې په اړه بلکل ناخبره یو .

هغه وايی چې وخت او صبر ته ضرورت دی چې موږ دا معلومه کړو چې د اسلامي دولت د ډلې د پیسو مدرک کوم کوم ځای دی،ځکه چې سیمه کې لکه کویټ او قطر غوندې ملکونو کې ناقانونه پېسې له یو لاس نه بل ته په اسانۍ انتقالیږي.

داسې اندېښنې هم شته چې د اسلامي دولت ډلې د خلکو د برمته کولو او نورو ناجایزو لارو نه ډیر پېسې پیدا کړي چې د کال نژدې ٢٠ میلونو ډالرو کیږي، همدا شان دوی چې کله نوې سیمې ونیسي هلته هم د خلکو نه په زور شتمنۍ او پیسې اخلي.

ایرک هولډر وايي "د امریکا د عدليي وزارت د څارنوالو او لوړ رتبه مامورینو یو لوی شمیر د بالکان په شمول گڼو ملکونو کې موظف کړي چې هلته د محلي دولتونو سره کار وکړي او د هغو کسانو په اړه تحقیقات وکړي چې له بهر نه د ترهګریزو فعالیتونه د ترسره کولو په نیت راستیږي.

د ملگرو ملتو یو راپور وایی چې قریب ١٥ زره کسانو د نړۍ د مختلفو برخو نه دعراق او سورېې په لور مخه کړې چې هلته لاړ شي او د یاغي ډلو سره ملگري او جگړه کې برخه واخلي. امریکا وايی چې دې خارجي جگړه مارانو کې سل ېې قریب د امریکا نه تللي دي
د ملگرو ملتو یو راپور وایی چې قریب ١٥ زره کسانو د نړۍ د مختلفو برخو نه دعراق او سورېې په لور مخه کړې چې هلته لاړ شي او د یاغي ډلو سره ملگري او جگړه کې برخه واخلي. امریکا وايی چې دې خارجي جگړه مارانو کې سل ېې قریب د امریکا نه تللي دي

د ملگرو ملتو یو راپور وایي چې نژدې ١٥ زره کسانو د نړۍ د مختلفو برخو نه دعراق او سوریې په لور مخه کړې چې هلته لاړ شي او د یاغي ډلو سره ملگري شي او جگړه کې برخه واخلي. امریکا وايي چې دې خارجي جگړه مارانو کې سل یې قریب د امریکا نه تللي دي.

د امریکا پخوانی لوی څارنوال ایرک هولډر وايي چې دوی د قضايی چارو مامورین کولی شي چې هغو ملکونو ته چې دغه جگړه ماران پکې لیدل کیږي ،قانوني مشورې ورکړي ترڅو د دغو کسانو مخه ونیسي او مخکې تگ یا بیرته راتگ په وخت د ترهگرۍ د عمل نه ایسار کړي.

ایرک هولډر وايي چې زموږ د هڅو هدف هم دا دی چې داسې قوه تیاره شي چې د خارجي جگړه مارانو مخه د قانون په چوکاټ کې ونیسي او دوی د شخړو د سیمو نه را وگرځوي او په اینده کې د نورو مضرو کارونو نه ېې هم منع کړي.

په واشنگټن کې د بهرنیو جگړه مارانو په سر د خبرو دپاره د مهاجرت، کورنیو چارو او تابعیت د چارو اروپايي کمشنر دیمتري ایورمپولس وايي "دا یو بل ښه مثال دی چې موږ څنگه کولی شو چې د یو بل سره ملگري شو او خپل شریک هدفونه او گټې خوندې کړو. خو ورسره دا هم لازمه ده چې دغه نوي گامونه باید د اروپا او امریکا ترمنځ د خلکو د تگ راتگ په لار کې خنډ ونه گرځي".

XS
SM
MD
LG