د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اشرف غنی پاکستان ته ورسید


جمهور ریس غني په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې
جمهور ریس غني په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې

ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز سره د کتنې تر څنګ د پاکستان مالیې وزیر اسحاق دار سره هم وکتل.

په دغه ناسته کې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر او د جمهور رئیس د اقتصادي چارو سلاکار حضرت عمر زاخیلوال هم ګډون درلود.

افغان او پاکستاني چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او همدا شان د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې په هکله خبرې وکړې.

د پاکستان د صدراعظم امنیتي سلاکار سرتاج عزیز وايي دا چې نړیوال عسکر له دوه زره او څوارلسم کال وروسته له افغانستان څخه وځي دوی چمتو دي چې د امنیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي‌ تر څو افغانان وکولای شي‌ په خپله د خپل هیواد امنیت کابو کړي.

د سرتاج عزیز په وینا دا هغه څه دي چې لازم دي، او دوی ورته چمتو دي‌ چې په افغانستان کې امنیت کابو شي.

سرتاج عزیز د چین وروستۍ ناستې هم اشاره وکړه چې د افغانستان د سولې په هکله هڅې روانې دي.

د عزیز په وینا په نننۍ خبرو کې زیات پرمختګ شوی دی او د افغانستان به تړاو چې کومې خبرې او هڅې روانې دي په هغو کې هم پرمختګ شوی دی.

او د جمهور رئیس غني اوسنی سفر یوه ځانګړه داده چې په سیمه او نړۍ کې شرایط بدل شوي دي‌او له افغانستان نه بهرني ځواکونه د وتلو په درشل کې دي او ددې زمینه موږ ته برابروي چې د سولې ، امنیت او ټیکاو لپاره تر پخوا زیاتې هڅې وکړو.

ده وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او موږ به ورته زیاتې هڅې وکړو.

په ورته وخت کې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق دار چې نن له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل وویل چې د افغان لوري سر یې په تفصیل سره خبرې
وکړې او تمه ده چې د سوداګرۍ په برخه کې له خپل افغان لوري سره پرمختګ وکړي.

اسحاق دار زیاته کړه چې په دوه اخیزو سوداګرو یې سره هوکړه کړې ده او په زیاتوالي هم خبرې شوي دي.

ده وویل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې اوس مهال پاکستان دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګري‌ لري چې دا به پنځه ملیاردو ته ورسول شي.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخیلوال رسنیو ته وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې په مشخصو برخو کې خبرې وکړې.

او ټاکل شوې چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د پاکستان د اقتصاد د برخې چارواکي افغانستان ته سفر وکړي.

همدا شان د افغان او پاکستان د سوداګریزو بندرونو په هکله چې اوس مهال ځینې ستونزې لري هم خبرې وشوې تر څو په راتلونکې کې افتصادي راکړې ورکړې ته پراختیا ورکړي.

عمر زاخیلوال وايي‌چې دوی پاکستاني لورې ته مشخص وړاندیزونه درلودل په تیره په دواړو خواو کې د پانګونې او سواګرۍ لپاره د مشخصو ځایونو ټاکل دي تر څو وکولای شي سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.

اوس مهال افغان سوداګر د ترانیزیت په برخه کې ستونزې چې د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر په دې هکله وویل مفصلې خبرې شوي تر څو هغه ستونزې چې افغان سوداګر یې لري اوارې کړي.

همدا شان د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم له افغان ولسمشر سره وکتل.

مولانا فضل الرحمان وویل تر هغې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه حضور ولري د سولې راتګ نا شونی دی.

ده وویل چې موږ هم د سولې په راتګ کې لکه څنګه چې لازمه ده همکاري نه شو کولای.

د جمهور رئیس غني د سفر په باب نور معلومات

جمهور رئیس اشرف غني د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف په بلنه نن د جمعې په ورځ د يوه لوړپوړي هییت په مشرۍ په یو رسمي سفر اسلام اباد ته لاړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جمهور رئیس غني به د خپل دغه دوه ورځینې سفر په ترڅ کې د پاکستان د جمهور رئیس ممنون حسین، صدراعظم میا نوازشریف، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د یو شمیر پاکستاني سیاستوالو سره جلا جلا لیده کاته وکړي.

همداشان د ارګ دا بیان وایي چې جمهور رئیس اشرف غني به د افغان او پاکستاني سوداګرو د یوې ډلې او هم د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د پارلماني ډلې سره هم وګوري.

د افغانستان جمهوري ریاست پاکستان ته د جمهور رئیس اشرف غني د سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو پراخیدل ښودلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني اسلام اباد ته د افغانستان د جمهور رئیس د سفر په باب هیله وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې همکاري به سیمی او دواړو هیوادونو ته د ترورستي ډلو د ګواښونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي عثماني وویل" هیله لرم چې پاکستان ته د جمهورریس صاحب په ورتګ به مونږ په افغانستان کې د امن د فضا شاهد واوسو پرته له شکه چې افغانستان په سیمه کې د ترورستانو او طالبانو د پناه ځایونو له شتون نه اندیښنې لري دا مسله مونږ لپاره ډیره مهمه مسله ده زه باورلرم چې د پاکستان سره په همکارۍ مونږ کولای شو چې تروریزم او د ترورستانو د ملاتړو په وړاندې بریالیتوب ترلاسه کړو".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست چې د پنچشنبې په ورځ یې د ډنمارک د بهرنیو چارو د وزیر سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا کوله افغانستان ته د پاکستان د استخباراتو د نوي مشر د پټ سفر په باب هم خبرې وکړي وویل چې د پاکستان د استخباراتو مشرجنرال رضوان اخترپه هغو دریو پاکستاني چارواکو کې شامل وو چې اسلام اباد ته د جمهور رئیس اشرف غني د سفر دمخه یې کابل ته سفرونه کړي دي.

ښاغلي عثماني وویل" تاسې ښه خبریاست چې دمخه ښاغلي سرتاج عزیز د افغانستان جمهورریس ته بلن لیک سپارلې وو ، همدارنګه د پاکستان د اسلامي جمهوریت د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راغلی وواو همدارنګه ښاغلی رضوان اختر څو ورځې وړاندې په کابل کې وو".

که څه هم ځینو رسنیو کابل ته د جنرال اختر د سفر په باب رپوټونه ورکړل خو نه په کابل او نه هم په اسلام اباد کې چاراکو په رسمي ډول کابل ته د جنرال اختر سفر نه تائیدوه.

جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمهور رئیس ځانکړې استازې احمد ضیا مسعود، د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال انجینر محمد خان، د بهرنیو چارو، مالیې، د سوداګرۍ او صنایعو، پوهنې، سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیران او هم د جمهور رئیس د دفتر او ادارې چارو رئیس، د افغان پوځ لوی درستیز، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د جمهوري ریاست ویاند ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG