د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په اوکراین کې مداخله به روسیه نوره هم منزوي کړي


د ۲۰ لویو اقتصادونو غونډه د استرالیا د برزبین کې وشوه
د ۲۰ لویو اقتصادونو غونډه د استرالیا د برزبین کې وشوه

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي چې که چیري ولسمشر پوټین په اوکراین کې مداخلې ته ادامه ورکړي نو روسیه به منزوي پاته شي.

ولسمشر اوباما وویل چې «که چیري [پوټین] خپله لاره تعقیب کړي، د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وکړي، په اوکراین کې بیلتون غوښتونکو ته درنې وسلې ورکړي، او د مېنسک د قرارداد نه چې څو اونۍ مخکې یې پخپله امضا کړی و، . . . سرغونه وکړي نو د روسیې منزوي کیدل به ادامه پیدا کړي.»

ولسمشر اوباما چې د یکشنبې په ورځ یې د جي ۲۰ یا شلو لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو په غونډې کې خبرې کولې وویل چې د روسیې خلاف اقتصادي بندیزونه موثر دي.

د امریکا ولسمشر وویل چې «موږ خپل ټیمونه لرو چې په دوامداره توګه د هغو میکانیزمونو جاج اخلي چې د ضرورت په اساس [پر روسیې] نور فشار هم زیاتوي.»

د ۲۰ لویو اقتصادونو غونډه د استرالیا د برزبین کې وشوه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین هم پکښې برخه اخیستې وه.

ښاغلی پوټین د یکشنبې په ورځ، د غونډې د ختمیدو نه مخکې، له استرالیا نه روسیې ته ولاړ.

د روسیې ولسمشر یوې روسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې د غونډې نه وختي تګ یې د اوکراین د جنجال سره ارتباط نه لري.

ولسمشر پوټین ویلي و چې د جګړې د ختمولو لپاره موافقې ته د رسیدو لپاره چانس شته. خو هغه پخپله د خپل نظر په اړه شک درلودی.

ولسمشر پوټین وویل چې «[په اوکراین کې] د نن ورځې وضعیت، زما په نظر، ښيي چې د پریکړې ښه چانسونه شته. دا مهمه نه ده چې [دغه خبره] څومره عجیبه معلومیږي، خو د دواړو خواوو ترمنځ [د خبرواترو] لپاره یو اساس جوړ شوی دی چې کولای شي چې دغه وظیفه په ښه توګه ترسره کړي.»

بل پلو ته، د اوکراین ولسمشر پوریشنکو امر کړی دی چې د اوکراین په ختیځ کې دې یو شمیر دولتي ادارې بندې شي.

د پوریشنکو د شنبې د ورځې دغه اقدام به د بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې د دونیڅک او لوهانسک سیمې لا منزوي کړي

د اوکراین ولسمشر پيټرو پوریشنکو ویلي دي چې د اوکراین د ختیځ بحران باید د روسیې د طرفدارو بیلتون غوښتونکو سره د خبرو له لارې حل شي.

خو ولسمشر پوریشنکو دا خبره هم کړې ده چې که چیري اوربند په بشپړه توګه مات شي، نو د اوکراین پوځ دا «لیوالتیا او توان» لري چې د بیلتون غوښتونکو سره وجنګیږي.

د اوکراین د حکومت او بیلتون غوښتونکو ترمنځ د سپټمبر په میاشتې کې اوربند وکړ. خو د سپټمبر د میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ نږدې هره ورځ اوربند مات شوی دی

ولسمشر پوټین ویلي دي چې غواړي د اوکراین سره یوې موافقې ته ورسیږي. خو کرملین دا نه ده منلې چې د اوکراین هغو سیمو ته یې عسکر او درنې وسلې لیږلي چې د بیلتون غوښتونکو په لاس کې دي.

ناټو او اروپايي ناظرین رپوټ ورکوي چې د یوې اونۍ راهیسې یې د روسیې ټانکونه، عسکر یې لیدلې دي چې د روسیې نه د اوکراین ختیځ ته تلل.

XS
SM
MD
LG