د لاس رسي وړ اتصالات

دتیلو صادرونکي هیوادونه دتیلو دتولید په کمولو سلا نه شول


آرشیف
آرشیف

د نړۍ د تیلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد سعودي عربستان او د تیلو نور لوی تولیدونکي هیوادونه په دې کې ناکامه شويدي چې د خپلو تیلو تولیدات کم کړي.

دغه هیوادونه غواړي چې د تیلو د تولیداتو د کمولو له لارې د تیلو د قیمت د چټک کموالي مخنوی وکړي.

د سه شنبې په ورځ په ویانا کې، د سعودي عربستان د تیلو وزیر علي النعیمي د وینزویلا، روسیې او مکسیکو د انرژۍ د برخې د لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

دغو څلورو هیوادونو یوازې په دې موافقه وکړه چې د نړۍ د تیلو قیمتونه به څاري او په درو میاشتو کې به بیا سره وگوري.

د پنجشنبې په ورځ به د تیلو صادرونکو هیوادونو د سازمان یا اوپک (OPEC) غونډه وشي.

اوپک د تیلو د ١٢ صادرونکو هیوادونو سازمان دی چې سعودي عربستان او وینیزویلا هم په کې شامل دي.

دغه سازمان د نړۍ د تیلو تقریبا دریمه برخه تولیدوي.

روسیه او مکسیکو د اوپیک غړي نه دي خو د تیلو لوی تولیدونکي هیوادونه دي.

ځینې هیوادونه د ریاض نه غواړي چې خپل د تیلو تولیدات کم کړي چې د تیلو د قیمت د رالویدو مخنیوی وشي.

د اوس لپاره د تیلو د یو بیرل بیه څه کم ٨٠ ډالره ده.

د سې شنبې په ورځ، روسیې وویل چې خپل د تیلو تولیدات به ۲۵،۰۰۰ بیرله کم کړي. خو داسې نه معلومیږي چې دغه تیل، چې مقدار یې کم دی، د نړۍ د تیلو په قیمت باندې تاثیر وکړي.

ماهرین وايي چې د تیلو د قیمت د رالویدو یو علت دا دی چې په نړیوال بازار کې ډیر تیل موجود دي.

ماهرین دا هم وايي چې د تیلو لپاره کمه تقاضا، نړیوال متزلزل اقتصاد او د امریکا د تیلو د تولیداتو ډیریدل هغه څه دي چې د تیلو قیمت یې راغورځولی دی.

XS
SM
MD
LG