د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د اوکراین په ختیځ کې روسې عسکر فعالیت کوي


د ناټو قوماندان امریکایي جنرال فیلیپ برېډ لاوف په کیف کې د اوکرایني چارواکو سره ولیدل
د ناټو قوماندان امریکایي جنرال فیلیپ برېډ لاوف په کیف کې د اوکرایني چارواکو سره ولیدل

د ناتو قوماندان وایي چې د اوکراین په ختیځ کې اوس هم د روسیې زیات شمېر عسکر فعالیت کوي.

د ناټو قوماندان، امریکایي جنرال فیلیپ برېډلاوف خبریالانو ته وویل چې روسې عسکر بېلتون غوښتونکو ته، چې د اوکراین د حکومتي قواوو پرضد جنګیږي، د «ملا تیر» جوړ کړی دی.

جنرال برېډلاوف د چهارشنبې په ورځ په کیف کې د اوکراین د لوړپوړو چارواکو سره وکتل. د غونډې نه ورسته هغه د خبریالانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي برېډلاوف خبریالانو ته وویل چې «موږ اوس هم په اوکراین کې دننه زیات شمېر روسان وینو چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د طرفدارو قواوو د روزلو، سلا مشورو ورکولو، مرستې او ملاتړ په چارو بوخت دي.»

برېډ لاوف وویل چې امریکا دې ته ژمنه ده چې اوکراین ته مالي مرستې ورسوي، تجهیزات ورته برابر کړي او سلا مشورې ورکړي چې په ختیځ اوکراین کې د روانو حالاتو په مقابل کې په مؤثر ډول ځواب ووایي.

د ناټو دغه نظامي قوماندان تشویش څرګند کړ چې کیدای شي د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکي قواوي د نورو سیمو د نیولو کوښښ وکړي او ځینې سیمې لاندې هم کړي.

روسیې دا رد کړې ده چې قواوي یې په اوکراین کې مداخله کوي.

روسیې ویلي دي چې هغه روسان چې د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو په ملاتړ جنګیږي داوطلبانه تللي دي.

برېډ لاوف خبرداری ورکړ چې د مسکو لخوا هغه څه چې ده ورته د کریمیا «نظامي کول» وویل کیدای شي چې د تورې بحیرې د ټولې سیمې د کنټرولو لپاره استعمال شي.

XS
SM
MD
LG