د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بیا په کابل کې ډله اییز ځانمرګي بریدونه وکړل


تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي برید د کابل ښار په درېیمې ناحیې کې پر یوې ودانۍ شوی دی.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي د برید پخلی کړی او ویلي دي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

راپورونه وايي برید کوونکي هغې ودانۍ ته ننوتلي چې بهرنیان په کې اوسیږي.

د دغې ودانۍ او په کې د مېشتو بهرنیانو په اړه لا ډېر جزییات لا نشته، خو دغه ودانۍ د افغانستان پارلمان ته نژدې ده.

طالبانو ادعا کړې ده چې د مسیحیت د تبلیغ یو مرکز یې په نښه کړی دی.

په شاوخوا دوو اونیو کې دا پر کابل ښار د طالبانو ۱۱ برید بلل کیږي.

دا برید داسې مهال کیږي چې د هېواد په جنوب کې په شوراب کې د افغان امنیتي ځواکونو پر لویې اډې د وسله والو طالبانو برید درېیمې شپې ته وغزېده.

XS
SM
MD
LG