د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د عالمانو شورا د فضل الرحمن څرګندونې وغندلې


افغان عالمانو مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې ولې د پاکستان په اړه غلی دی چې، په انګریزي قانون فیصلې کیږي.
افغان عالمانو مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې ولې د پاکستان په اړه غلی دی چې، په انګریزي قانون فیصلې کیږي.

افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د پاکستان جمیعت علما د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن هغه وروستۍ څرګندونې وغندلې چې، په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه، روا او جهاد بللي وو.

د عالمانو شورا وايي د افغانستان ۹۹ اعشاریه نهه فیصده امنیتي ځواکونه او نور چارواکي مسلمانان دي، چې له کوم دلیل پرته یې وژنه " د اسلامي شریعت" پر ضد ده او په هېڅ ډول توجیه کېدی نه شي.

د عالمانو شورا، د مولانا فضل الرحمن دا خبره، "سیاسي، فرمایشي او د اسلامي ارزښتونو او مسلمانو پر ضد" بللې ده.

مولانا فضل الرحمن په دې وروستیو کې له یوې رسنۍ سره په افغانستان کې روان جنګ، جایز او جهاد یاد کړی و.

جمهوري ریاست، د عالمانو د شورا هغه اعلامیه نن شنبه د نومبر په ۲۹ نېټې رسنیو ته واستوله چې، هغوی په کې دغه څرګندونې کړې دي.

افغان عالمانو مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې ولې د هغه نظام په اړه چوپه خوله دی چې " له ۶۶ کلونو راهېسې یې په محاکمو کې په انګریزي قانون فیصلې کیږي." د عالمانو د شورا په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم یاد شوی نه دی، خو شاوخوا ۶۶ شپېته کاله کیږي چې پاکستان له هند څخه بیل او د یوه جلا هېواد په توګه رادبره شو.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د عالمانو شورا په یوه خوله د مولانا فضل څرګندونې په سختو ټکو غندي، فضل الرحمن د طالبانو معنوي پلار او پر هغوی د پراخ نفوذ خاوند بلل کیږي.

افغان عالمانو مولانا فضل الرحمن ننګولی چې ولې د هغه نظام په اړه چوپه خوله دی چې " له ۶۶ کلونو راهېسې یې په محاکمو کې په انګریزي قانون فیصلې کیږي."
افغان عالمانو مولانا فضل الرحمن ننګولی چې ولې د هغه نظام په اړه چوپه خوله دی چې " له ۶۶ کلونو راهېسې یې په محاکمو کې په انګریزي قانون فیصلې کیږي."

د افغانستان د عالمانو شورا په دغه هېواد کې هغه وروستي ځانمرګي او نور بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي چې، لسګونه افغانان په کې ووژل شول.

هغوی د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د ولیبال د لوبې پر مهال شوی ځانمرګی برید د اسلامي اوانساني ارزښتونو پر ضد بللی دی.

په دغه برید کې څه باندې ۶۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول چې ټول یې ملکیان ښودل شوي دي.

د افغانستان د عالمانو شورا د کابل- جلال اباد پر لویې لارې د ښار په نهمه حوزه کې هم هغه ځانمرګی برید غندلی چې په کې یو شمېر ولسي افغانان ووژل شول او ژوبل شول.

دوی له چارواکو غوښتي چې د دغو بریدونو پلانوونکي ونیسي او محاکمه دې کړي.

د جمهوري ریاست له لورې د افغانستان د عالمانو شورا په استول شوې اعلامیې کې راغلي چې هغوی له ولسمشرسره په خپلو نوبتي غونډو کې دا څرګندونې کړي دي.

عالمانو د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ د جمعې په ورځ د نومبر ۲۸ د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې د ننه شوې چاودنه هم د اسلام د دښمنانو کار بللی دی.

په دغې چاودنې کې د جومات د ځینو برخو د خرابېدو ترڅنګ،د قران شریف چې د مسلمانانو سپڅلی کتاب دی، یو شمېر نسخې هم وسوځېدې.

د افغانستان د عالمانو شورا څو کاله د مخه د دغه هېواد له یو شمېر مخکښو ديني عالمانو جوړه شوه چې وخت ناوخت د هېواد په روانو حالاتو نظرونه څرګندوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG