د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو په کابل کې د ترهګر وپېژنﺉ کمپاین پيل کړ


د کابل پولیس خلکو ته تبلغاتي پانې ویشي
د کابل پولیس خلکو ته تبلغاتي پانې ویشي

په کابل کې د وسله والو مخالفینو له وروستیو بریدونو را وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت داسې تبلیغاتي کمپاین د نومبر ۳۰ نېټه پیل کړ، چې د امنیت د ښه کولو په موخه د خلکو ملاتړ خپل کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې دا تبلیغاتي کمپاین په دې شعار چې ترهګر وپېژنئ، پیل کړی او د دغه کمپاین هدف دا دی چې خلک د هر ډول ترهګریزو فعالیتونو، د ترهګرو په پېژندګلوۍ او د پېښو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او اطلاعات ورکړي.

پولیس نن د کابل ښار په واټونو کې لیدل کېدل، چې ددغه کمپاین پاڼې یې ویشلې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل دمګړۍ ددغه کمپاین تمرکز په پلازمینې کې دی او ښايي په اینده کې یې نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

صدیقي وايي په امنیت کې د خلکو ونډه او له مشکوکو فعالیتونو د خلکو خبراوی امنیت خوندي کوی شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل‪"‬ د خلکو مرستې ته اړتیا ده، په اسانۍ کولی شي، مونږ ته د مشکوکو فعالیتونو په اړه معلومات راکړي، دوی ۱۱۹ ته زنګ وهلی شي، د ټیلیفون له لارې‪"‬

کابل تېره ورځ هم د یوه برید شاهد وو، یوازې د قوس د میاشتې له پيله تر پرونه په کابل کې درې ترهګریز بریدونه شوي دي.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر نن له غرمې مخکې خبریالانو ته وویل د کارته سه په سیمه کې د تېرې ورځې د ماښام په برید کې درې بهرنيانو او یو افغان چې د PAD مؤسسې غړي وو وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندان وايي، پدغه برید کې ددې مؤسسې مشر، د هغه ځوی او لور وژل شوي، دوی د جنوبي افریقا اوسیدونکي وو، د جنرال ظاهر په ويناء دې مؤسسې په کابل او مزارشریف کې په تعلیمي او اجتماعي برخو کې فعالیتونه لرل.

جنرال ظاهر وویل د تېرې ورځې په برید کې دریو ترهګرو برخه اخېستې وه چې یوه یې د ملي پولیسو جامې په تن کړې وې.

جنرال ظاهر چې لا هم یې د کابل د امنیه قومندان په توګه برخلیک ندی معلوم چې ایا استعغی یې قطعي شوې او کنه، خو نن سهار وویل د کابل په ښار کې وروستي بریدونه د دوی د پلان په اساس له تلفاتو مهار شوي او هر چېرې چې پېښې کیږي، د پولیسو ځواک ورته وختي رسیږي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا د کابل وروستي بریدونه له امریکا سره د افغانستان په امنیتي تړون پورې تړلي ګڼي.

صدیقي وویل دا بریدونه د امنیتي تړون لپاره د وسله والو مخالفینو غبرګون دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د قوس د میاشتې له پيله تر پرونه درې ترهګریز بریدونه په کابل کې شوي، د عقرب په میاشت کې څلور او د میزان په میاشت کې پنځه ترهګریز بریدونه په کابل کې شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تهاجمي بریدونه زیات شوي، یوازې د عقرب په میاشت کې افغان ځواکونو دوه سوه او پنځوس عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG