د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر محکمې «اسلامي دولت» تروریستي ډله وبلله


د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریې کې فعالیت کوي.

د اسلامي دولت ډله په عراق او سوریې کې فعالیت کوي.

په مصر کې محکمې د اسلامي دولت ډله د یوې تروریستي دلې په توګه ونوموله.

د یکشنبې په ورځ محکمې دا حکم هم وکړ چې هغه ډلې تروریستي دلې دي چې د اسلامي دولت د ډلې سره تړاو لري. په دغو ډلو کې د انصار بیت المقدس ډله هم شامله ده.

د روانې میاشتې په پیل کې، د انصار بیت المقدس ډلې د اسلامي دولت د ډلې سره د وفادارۍ اعلان وکړ.

د انصار بیت المقدس ډلې د سینا په ټاپووزمې کې د مصر په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کړې دي. دغه ډلې د هغه وخت نه پر امنیتي قواوو بریدونه پیل کړل چې په مصر کې محمد مرسي د قدرت نه لېري کړل شو.

په عین وخت کې، د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې تیره ورځ په کوباني کې د اسلامي دولت د ډلې لږترلږه ۵۰ وسله وال وژل شوي دي.

کوباني هغه ښارګوټی دی چې د ترکیې سرحد ته نږدې پروت دی او د کنترول پر سر یې د څه مودې نه راپدیخوا د کردانو او اسلامي دولت د ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

د سوریې د بشري حقونو ډلې وویل چې دغه اسلامي دولت د ډلې کسان د کردي قواوو سره په سختو نښتو، د امریکا د الوتکو په بمباریو کې وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو دغه ډلې، چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې په جګړو کې د کردانو ۱۱ کسان هم وژل شويدي.

د سوریې د بشري حقونو دغه ډلې دا هم ویلي دي چې امریکايي قواوو د رقې په ښار کې او د دغه ښار په شاووخوا کې، د اسلامي دولت د ډلې په خلاف تر ۳۰ پورې هوايي بریدونه کړي دي.

د اسلامي دولت ډلې د رقې ښار د خپل پایتخت په توګه اعلان کړی دی.

د امریکا هوايي قواوو د رقې په ښار نه علاوه په هغه هوايي اډې باندې هم هوايي بریدونه کړیدي چې څه موده مخکې د اسلامي دولت وسله والو د سوریې د حکومتي قواوو نه ونیوله.

په رقې باندې په هوايي بریدونو کې د تلفاتو په اړه بیا څه نه دې ویل شوي.

د ترکیې ځواب

ترکیې د شنبې په ورځ د کردانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د اسلامي دولت د ډلې وسله والو د ترکیې د خاورې نه پر کردانو بریدونه کړي.

د ترکیې د صدراعظم دفتر يو بیان خپور کړی چې پکښې راغلي دي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د سوریې سره پر سرحد «ټول لازم احتیاطي» تدابیر نیولي دي.

کردي چارواکو او د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي وو چې هغه موټر چې د ځانمرګي برید لپاره ورنه کار اخیستل شوی و د ترکیې د سرحد نه وراوښتی و.

کردانو وویل چې وسله وال په ترکیې کې د هغو تعمیرونو نه استفاده کوي چې غنم پکښې ساتل کیږي. کردانو ویلي دي چې د اسلامي دولت ډله د دغو تعمیرونو څخه پر کوباني باندې بریدونه کوي.

انقرې د کردانو دغه ادعاوي تل رد کړي چې وايي ترکیه د اسلامي دولت د ډلې سره همکاري کوي.

ترکیې وايي چې د اسلامي دولت ډله د ترکیې امنیتي قواوو ته هم خطر متوجه کوي.

خو ترکیې تر اوسه د اسلامي دولت د ډلې خلاف د امریکا په مشرۍ په ایتلاف کې نه ده شامله شوې.

کردي قواوي چې د ایتلافي قواوو هوايي ملاتړ ورسره دی، په کوباني کې د اسلامي دولت د ډلې سره په جګړه اخته دي. خو د دوو میاشتو راهیسې چې جګړه پیل شوې داسې نه معلومیږي چې یو اړخ دې هم پر بل باندې برلاسۍ ولري.

XS
SM
MD
LG