د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پارلمان د فلسطین په هکله رایه اچوي


آرشیف
آرشیف

په داسې حال کې چې په پلان کې ده نن سې شنبې د فرانسې پارلمان د فلسطیني دولت د په رسمیت پيژندلو لپاره رایه ګیري کوي د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فرانسې د پارلمان اقدام یوه «لویه تیروتنه» ګنلې ده.

که چیري د فرانسې پارلمان د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني نو دغه اقدام به سمدستې د فرانسې په رسمي دریځ تاثیر و نه کړي.

د فرانسې د پارلمان دغه اقدام د دې استازیتوب کوي چې د منځني ختیځ د سولې د پروسې په اړه، چې پرمختګ پکښې نه دی شوی، د اروپایي هیوادونو حوصله ختمه شوې ده.

په لایحې کې د فرانسې د حکومت څخه غوښتنه شوې چې د فلسطیني دولت په رسمیت پيژندل دې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره استعمال کړي.

د رایه اچونې نه مخکې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابېوس پارلمان ته وویل چې حکومت اړ نه دی چې د رایېو نتایج ومني.

خو ښاغلي فابېوس وویل چې اوسنی حالت د منلو وړ نه دی او که چیري د خبرواترو ورستی پړاو ناکامه شي نو فرانسه به، د دې نه بغیر چې د منځني ختیځ لانجه د خبرواترو د لارې حل شي، یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپيژني.

اروپايي هیوادونه د اسرائیلو د دریځ نه مایوسه شوي دي.

د اپریل په میاشتې نه راپدیخوا چې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ خبرې اترې ناکامه شوې، اسرائیلو په هغو سیمو کې چې فلسطینیان غواړي پکښې خپل دولت جوړ کړي، د نوو کورونو جوړولو ته زور ورکړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پاریس د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په یو پریکړه لیک باندې کار کوي چې پکښې به د خبرو اترو د بیرته پیلیدو غوښتنه وشي.

د ښاغلي فابیوس په قول د امنیت د شورا په دغه پریکړه لیک کې به دا غوښتنه هم وشي چې په دوو کلنو کې دې مذاکرات بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG