د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کورني امنیت وزیر، د اوباما د فرمان ننګه وکړه


د امریکا د کورني امنیت وزیر، جې چانسن د مهاجرت په اړه د ولسمشر اوباما د فرمان دفاع وکړه. هغه د امریکا د کانگرس د استازو مجلس د کورني امنیت جرګګۍ ته ورغوښتل شوی و چې د ولسمشر اوباما د فرمان په اړه کانګرس ته معلومات ورکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جې جانسن د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو د مجلس د کورني امنیت جرګګۍ ته ورغوښتل شوی و.

د جانسن څخه د کانګرس غړو د مهاجرت په اړه د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د اجرايي فرمان په اړه پوښتنې وکړې.

ښاغلي جانسن وویل چې فرمان غیرقانوني نه دی او د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان یې د امریکا تابعیت لري د عمومي بخښنې مانا هم نه ورکوي، خو هغه زیاته کړه چې فرمان به د ټولو هغو کسانو نه چې شرایط پوره کوي وغواړي چې خپل نومونه ثبت کړي." حقیقت خو دا دی، چې زموږ محدودو منابعو ته په کتو سره، کلنو کیږي چې دوی ته څه نه دې ویل شوي. دا یې وخت دی چې موږ دا ومنو او دوی تشویق کړو چې مسولیت ومني. په دې عادي خلګ هم پوهیږي."

د ولسمشر اوباما د فرمان په اساس هغه پلرونه او میندي چې اولادونه یې په امریکا کې پیدا شوي دي کولای شي چې په امریکا کې پاته شي او د کارکولو اجازه ولري.

د کورني امنیت په جرګګۍ کې جمهوري غوښتونکو وویل د مهاجرت په اړه ولسمشر اوباما په خپل سر اقدام کړی دی او د کانګرس او امریکایانو اعتبار ته یې تاوان رسولی دی.

خو ښاغلي جانسن د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي ملامت کړل چې د فرمان نه مخکې یې ولې د مهاجرت د اصلاحاتو لایحه نه ده تصویب کړي.دا هغه څه و چې د جانسن او د جمهوري غوښتونکي کاندید جیف ډنکن ترمنځ یې بحث راوپاروه.

ښاغلي جانسن وویل "زه غواړم چې د کانګرس سره د لایحې د تصویب په اړه کار وکړم. ولسمشر ویلي دي چې هغه به دغسې یو اقدام ته ترجیح ورکړي. مشکل په دې کې دی چې موږ په کانګرس کې ملګري نه لرو."

د کانګرس غړي ډنکن ورته وویل"زه فکر کوم چې کانګرس به لایحه تصویب کړي، خو کله چې امریکایان په حکومت باندې بېرته باور پیدا کړي خپله وظیفه ترسره کوي او موجود قوانین نافذ کړي. "

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکو غړو د سې شنبې په ورځ غونډه وکړه او په دې یې خبرې وکړي چې د اوباما د اقدام په ځواب کې څه وکړي.

د امریکا د استازو د جرګې رئیس جان بینر د غونډې ورسته وویل"واورئ! موږ د دغې موضوع د حل لپاره په مختلفو لارو چارو باندې غور کوو. اوس، دا زموږ د اساسي قانون نه جدي سرغړونه ده. دغه زموږ حکومتي سیستم ته یو جدي ګواښ دی. ښکاره ده چې موږ دومره انتخابونه نه لرو او توان مو هم دومره نه دی چې د دغه موضوع سره مستقیم برخورد وکړو. خو دغه یې علت دی چې موږ د خپلو غړو سره خبرواترو ته ادامه ورکوو. موږ تر اوسه تصمیم نه دی نیولی چې څه به کوو، خو موږ به تصمیم نیسو. "

د دوو اونیو نه په کم وخت کې به د کانګرس رخصتي پيل شي. خو دواړه سنا او د استازو جرګه باید چې د رخصتیو نه مخکې، د فدرالي حکومت د لګښتونه لایحه تصویب کړي چې د حکومتي ادارو د بندیدو مخه ونیول شي.

د کانګرس یو شمیر غړو ته نږدې کسانو وویل چې کیدای شي بلې اونۍ ته کانګرس یو سمبولک اقدام وکړي او دا ووايي چې ولسمشر نه شي کولای چې د هغو مهاجرینو، چې اولادونه یې په امریکا کې پیدا شوي وي، د ایستولو مخه ونیسي. خو که د امریکا د استازو جرګه دغه کار هم وکړي، د امریکا سنا به یې ورسره و نه مني.

دغه به جمهوري غوښتونکو ته موقع ورکړي د ولسمشر اوباما د اقدام په مقابل کې خپله غوسه وښيي خو په عین وخت کې کانګرس باید چې د فدرالي حکومت د لګښتونو لایحه تصویب کړي تر څو د حکومتي ادارو د تړل کیدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG