ایران د امریکا دا خبره نه ده تائید کړې چې ویلي یې دي ایران په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو په خلاف هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو وویل چې د ایران جنګي الوتکو د عراق د دیالي په سیمې کې د اسلامي دولت د ډلې په وسله والو باندې بریدونه کړي دي.
پنټګان دا هم ویلي دي چې ایران د هغو الوتکو نه کار اخیستی چې په ۱۹۷۰کلنو کې یې د امریکا څخه رانیولي وي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په هغه سیمې کې چې د ایران الوتکو بمباري کړې ده، امریکایان فعالیت نه کوي.
د ایران د هوايي بریدونو په اړه نور معلومات نه دې خپاره شوي.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي دي چې د دیالي په سیمې کې د هوايي بمباریو په اړه معلومات نه لري.
ایران او امریکا دواړو ویلي دي چې ترمنځ یې هیڅ ډول پوځي همکاري نه شته.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان ارنست وویل چې د ایران سره د همکارۍ په اړه د امریکا دریځ تغیر نه دی خوړلی. د امریکا دریځ دا دی چې د ایران سره به په عراق کې پوځي همکاري نه کوي.
د ایران یو لوړرتبه چارواکي وویل چې د امریکایانو سره د کار کولو «سوال نه پیدا کیږي.»
امریکا د نړیوال ایتلاف مشري کوي چې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف هوايي بریدونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د اسلامي دولت د ډلې په ضد د نړیوال ایتلاف د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیران په غونډې کې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت د وسله والو ماتول به کلونه وخت ونیسي.
خو هغه وویل چې د ایتلاف هوايي بمباریو د اسلامي دولت ډلې ته دا ګرانه کړې ده چې نوي بریدونه وکړي.
د چهارشنبې په ورځو د عراق د کورنیو چارو وزارت وویل چې هغه رپوټونه سم نه دي چې په لبنان کې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ښځه نیول شوې ده.
چارواکو وویل چې په حقیقت کې نیول شوي ښځه د عمر عبدالحمید الدلیمي خور ده. عمر عبدالحمید الدلیمي هغه کس دی چې ورباندې د توروریزم شک کیږي او په عراق کې بندي دی.
د لبنان چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د لبنان پوځ د اسلامي دولت د ډلې د مشر البغدادي یوه ښځه او زوی یې نیولي دي.