د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او روسیې سره د اړیکو په اړه د اوباما نظر


ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د لویو شرکتونو د رئیسانو سره غونډه وکړه
ښاغلي اوباما د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د لویو شرکتونو د رئیسانو سره غونډه وکړه

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د چهارشنبې په ورځ د چین او روسیې سره د امریکا د اړیکو په هکله خپل نظر څرگند کړ.

ښاغلي اوباما د چین سره د امریکا د اړیکو په اړه خوشبیني څرګنده کړه خو د روسیې سره د امریکا د اړیکو په اړه یې خوشبیني نه ده څرګنده کړې.

ښاغلي اوباما په واشنګټن کې د امریکا د لویو تجارتي مؤسسو او شرکتونو د رئیسانو سره غونډه درلوده او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ولسمشر اوباما د چین ولسمشر شي جین پينګ وستایه او هغه په اړه یې وویل «هغه له دینگ شاو پینگ نه وروسته تر بل هر چا ډیر ژر زیات واک ترلاسه کړی دی. د یو نیم کال یا دوو کلنو نه ورسته، په چین کې دننه د هغه واک هر کس متاثر کړی دی.»

خو ښاغلي اوباما وویل چې د ښاغلي شي دغه زیات واک اختیار په بشري حقوقو او د ناراضیانو په ځپلو کې یو لړ خطرونه هم راپیدا کړي دي.

ولسمشر اوباما زیاته کړې ده چې د چین ولسمشر زیات نېشنلزم ته مخه کړې او خپل گاونډیان یې وارخطا کړي دي.

ښاغلي اوباما وویل چې دی د روسیې سره د اړیکو په برخه کې دومره خوشبین نه دی او په خاص ډول د جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین سره.

هغه په یوکراین کې د ښاغلي پوتین مداخله او هغه گواښونه وغندل چې روسیې خپل نور گاونډي هیوادونه ور سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه «لږ خوشبین» دی. ولسمشر اوباما په پوتین باندې په دې انتقاد وکړ چې په اوکراین کې یې مداخله کړې او د روسیې ګاونډیانو ته ګواښ متوجه کوي.

ولسمشر اوباما وویل چې پوتین «د ځان نه یو نېشنلست جوړ کړی، د روسیې پخوانی سیاست تعقیبوي چې خپل ګاونډي هیوادونه ویروي او خپل اقتصاد ته تاوان رسوي. اقتصادي بندیزونو د دوی په اقتصاد باندې ډیر تاثیر کړی.»

د امریکا ولسمشر وویل چې د اوکراین په اړه د پوتین دریځ په روسیې کې دننه د هغه دریځ غښتلی کوي خو د روسیې نه دباندې بیا هغه منزوي کوي.

په امریکا کې د سیاست په اړه، ولسمشر اوباما ژمنه وکړه چې هڅه به کوي چې په خپلې پاته دورې کې د جمهوري غوښتونکو سره د مالیاتو په قوانینو کې د اصلاحاتو د راوستلو په اړه کار وکړي.

ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا اقتصاد به، چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد دی، لا ښه شي. هغه وویل چې که څه هم بې کاري شپږو فیصدو ته کمه شوې ده خو د امریکايي کاریګرو روزمزد او عاید نه دی ډیر شوی.

XS
SM
MD
LG