د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدوونکي پوځ شمېر معلوم شو


د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل، نن شنبه ناڅاپه افغانستان ته ولاړ، دا د افغانستان ته د دفاع د وزیر په توګه د هغه وروستی سفر بلل کیږي.

ښاغلي هیګل په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ۱۰۰۰ اضافي امریکایي عکسر به د 2015 کال په لومړنیو میاشتو کې په افغانستان کې پاتې شي.

هیګل وویل چې د دې اقدام له مخې به د امریکا هغه پلان بدل شي چې ویلي یې و له ۲۰۱۴ کاله وروسته به یوازې ۹۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

په دې سره به له ۲۰۱۴ کال وروسته، په افغانستان کې به ۱۰۸۰۰ امریکايي سرتېري پاتې وي.

امریکا د عسکرو د پاتې کېدو پدې پلان کې ځکه بدلون راوسته چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ملاتړ ماموریت د 2015 کال د جنورۍ په میاشت کې پیل کیږي.

کابل ته د رسیدونه مخکې، نن هیگل خبریالانو ته وویل، هغه باور لري چې د افغانستان امنیتی قواوې دا لیاقت لري چې، د طالبانو ددې روانو حملو نه کابل وساتي.

چګ هیګل چې، ژر د رسمی وظیفې نه لا س اخلی، توقع کیږی چې د افغانستان د لوړ رتبه مامورینو سره وگوري او د هغو امریکایی عسکرو سره به وگوري چې، په افغانستان کی د ناټو په مشرۍ د دیارلس کاله وطیفی نه وروسته لا هم په دغه ملک کې پاتی وی.

د ناټو جنگی ماموریت به د ډسمبر په ۳۱ نېټه ختم شي.

جمهورریس براک اوباما پرون د جمعې په ورځ، اشتن کارتر، چې د دفاع په وزارت د کار ډیره تجربه لري، د چک هیگل په ځای دغه مقام ته ونوماوه.

جمهورریس بارک اوباما د جمعې په ورځ، اشتن کارتر، چې د دفاع په وزارت د کار ډېره تجربه لري، د چک هیگل په ځای وګماره.

چیک هیګل څو ورځې وړاندې له خپلې دندې استعفی وکړه.

XS
SM
MD
LG