د لاس رسي وړ اتصالات

د سي ای اې د شکنجې د طریقو په اړه رپوټ خپریږي


Camp David Accords Intelligence
Camp David Accords Intelligence

د امریکا د سنا مجلس پلان لري چې د سې شنبې په ورځ هغه رپوټ خپور کړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې د تروریزم خلاف جګړې کې د سي ای اې لخوا د القاعدې د مشکوکو کسانو د شکنجه کولو د ادعاو په اړه به جزئیات په کې وي.

دغه رپوټ د سنا د مجلس د استخباراتو د کمیټې په تیرو پنځو کالو څیړنو کې جوړ شوی دی. ددې کمیټې مشره سناتوره ډاین فاینسټاین وایي "ددې څیړنې موخه ددې خفیه پروگرام د حقایقو او ددې پروگرام د نتاېجو څرگندول وو. زما په فکر لړزوونکې دي. په دې رپوټ کې داسې وحشت برالا شوېدی چې زموږ د ملي ارزښتونو سره سخت مخالف دی.

د امریکا حکومت ویره لري چې د رپوټ خپرول به په نړۍ کې د امریکا د ګټو خلاف تشدد راوپاروي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکايي سفارتخانو او د امریکا دباندې نورو امریکايي تاسیساتو د احتمالي امنیتي خطراتو سره د مقابلي لپاره چمتوالی نیولی دی.

امریکايي قوماندانانو ته هم خبرداری ورکړل شوی دی چې د امریکا دباندې د امریکايي قواوو او اډو د ساتلو لپاره لازم تدابیر ونیسي.

دغه رپوټ، چې ویل کیږي ۶۰۰۰ پاڼې لري، د سي ای اې لخوا د نیول شوو مشکوکو کسانو د شکنجه کولو د میتودونو په اړه جزئیات وړاندې کوي.

د پوښتنو ګروېژنو په لارو چارو کې د بې خوبۍ او د اوبو د ورکولو په زور د نیول شوو کسانو نه د معلوماتو اخیستل چې د waterboarding ورته وايي هم شامل دي.

د پوښتنو ګروېژنو د ځینو لارو چارو په اړه ویل کیږي چې د هغه څه نه چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش لخوا یې اجازه ورکړل شوې وه ډیر زیاتی پکښې شوی دی.

کله چې ولسمشر اوباما ولسمشر شو نو په اصطلاح «د پوښتنو ګروېژنو پر سختو طریقو» باندې بندیز ولګاوه.

د سپینې ماڼۍ ویاند ارنست وویل چې ولسمشر اوباما په دې نظر دی چې دا مهمه ده چې امریکایان ته تر هغه ځایه چې امکان ولري واضح شي چې دقیقا څه تیر شوي دي.

ښاغلي ارنست وویل چې که څه هم احتمال یې شته چې د رپوټ خپریدل به خطراتو پيدا کړي، خو سپینه ماڼې په دې باور ده چې دا ډیره مهمه ده چې د رپوټ خلاصه، چې محرم معلومات پکښې نه وي، خپره شي.

XS
SM
MD
LG