د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلي عسکرو سره په نښتو کې فلسطینی وزیر ووژل شو


د فلسطین د کابینې یو وزیر زیاد ابو عین د چهارشنبې په ورځ په لویدیځه غاړه کې هغه وخت ووژل شو چې هغه او نورو مظاهره چیانو د اسرائیلو د عسکرو سره اخ و ډب وکړ.

ابو عین د څو سوو فلسطینیانو سره یوځای په هغه غونډه کې برخه اخیستې وه چې غوښتل یې د زیتون نیالگي کښیږدي.

دا نه ده معلومه شوي چې هغه څنگه ووژل شو. خو عیني شاهدان وايي چې اسرائیلي عسکرو هغه پورې وهلی و او د مرۍ نه یې سخت نیولی و.

عیني شاهدانو ويلي دي چې اسرائیلي عسکرو په مظاهره چیانو باندې اوښکي بهونکي ګاز استعمال کړ.

عیني شاهدان دا هم وویل چې اسرائیلي عسکرو یو شمیر مظاهره چیان چې فلسطیني وزیر ابوعین هم پکښې شامل و په توپکونو ووهل.

مظاهره چیانو وویل چې د عسکرو سره اخ او ډب هغه وخت وشو چې دوی غوښتل چې د لویدیځې غاړې یو کلي ته نږدې د کرهنې مځکې ته ولاړ شي او هلته د زیتون نیالګي کښیږدي.

د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس دا پېښه «جابرانه» او «وحشیانه» وبلله. هغه وویل چې د تحقیقاتو نه وروسته به ضروري اقدامات وکړي.

د اسرائیلو پوځ ویلي دي چې د اسرائیلو او اردن د عدلي طب ډاکټران به د ابوعین معاینه وکړي او د هغه د وژل کیدو علت به معلوم کړي.

اسرائیلو دغه راز غوښتې دې چې د فلسطینیانو سره دې په گډه تحقیقات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ابو عین د کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده او د قضیې په ارتباط یې د چټکو، عادلانه او شفافو څیړنو غوښتنه یې کړې ده.

په ۱۹۸۱ کال کې امریکا ابوعین اسرائیلو ته تسلیم کړ چې ورسته بیا اسرائیلو هغه ته د دوو اسرائیلیانو د وژلو په تور د عمر بند سزا واوروله.

زیاد ابوعین د فلسطیني ادارې وزیر وو چې د اسرائیلو لخوا د کورونو د جوړولو په موضوعاتو یې کار کاوه.

ابوعین په ۱۹۸۵ کال کې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اساس خوشي شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د ایټالیا مرکز روم ته ځي او هلته به د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري.

امریکايي او اسرائیلي چارواکي به په اسرائیلو او فلسطیني سیمو کې د نوو انکشافاتو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG