د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١۴ کال د منځني ختیځ دپاره یو خونړی کال و


په کال ٢٠١۴ کې د اسرایلو او فلسطینانو ترمنځ داسې خونړۍ پیښې و شوې چې دا کال ېې د تیرو ډیرو کلنو په نسبت د شخړو ډک کال وگرځوه.دغه تیر کال ته په کتو سره دا ویل کیږي چې راتلونکی نوی کال به هم د مشکلاتو ډک کال وي.

خبریال سکاټ باب په کال ٢٠١۴ کې د اسرایلو او فلسطینیانو د شخړې سره تړلو پیښو ته یوه کتنه کړې او وايي چې د اسرایلو او فلسطیینانو ترمنځ د سولې د کوششونو د ناکامیدو سره سم د شخړې یو بل دور پیل شو. د هیبرو د پوهنتون استاز پروفیسر موشي موز وايي چې د سولې د خبرو ناکامۍ نه پس دواړه طرف ته سخت دریځي قوي شول.

هغه وايي «د شخړې اوږدیدل ډیرې اغېزې لري.، افراطیان کې هر طرف ته وي ،هغوي ورسره تقویه کیږي. یو په بل گزار کوي او نوې شخړه پیدا کیږي»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې تر نهو میاشتو پورې د سولې کوم کوششونه کول،هغه د کال په دریمه میاشت اپریل کې ناکامۍ سره مخ شول.

دا په داسې حال کې وشو چې د فلسطینانانو دواړو ډلو د اوو کالو د جداۍ نه پس الفتح او حماس د یو بل سره شریک حکومت اعلان کړو.
اسرایلو په دې سبب د خبرو نه ځان ډډې ته کړو چې د حماس ډلې د اسرایلو د یهودي ریاست منلو نه انکار وکړو.

د دیپلوماتیکو کوششونو د ناکامیدو او د اسرایلو او فلسطیني ځوانانو د وژل کیدو د پیښو نه پس د اسرایلو او حماس ترمنځ داسې جنگ ونښتو چې د دوه زرو نه زیات کسان پکې مړه شول.

اسرایل او فلسطین د شخړې په پای ته رسیدو کې شک لري.
اسرایل او فلسطین د شخړې په پای ته رسیدو کې شک لري.

د ختیځ بیت المقدس په القدس پوهنتون کې پروفیسر زکریا القد وايي چې دغه جنگ پرته د کوم رسمي اوربند پای ته ورسید. خلک اوس په دې حال کې دي چې د سولې نه زیات د بقا په غم کې دي.

هغه وايي « ښه هیله هم دا ده چې دا کوم ماته گوډه سوله ده. همدا په خپل حال پاتې شي او دې نه مو څوک محرومه نه کړي. همدا مو یو ارمان دی»

د اسرایلو د ښي لاس ډلو د اقصا جومات ودانۍ ته د ورتگ سره یو بل خونړۍ جنجال پیدا شویدی. دواړه مسلمانان او یهودیان دې ځای ته د مقدس مقام درجه ورکوي. په اسرایلو ناڅاپي او د انفرادي حملو لړۍ روانه ده. بیا په مسلمانانو انتقامي حملې کیږي. ورسره په ختیځ بیت المقدس او لویدیزه غاړه کې د دواړو ترمنځ شخړې هم پیښیږي.

د هیبرو پوهنتون پروفیسر موز وايي چې دې حالاتو یو قسم ته مایوسي او ناامیدي خوره کړیده. هغه وايي «اضطراب، هر خوا یوه تشویش او اضطراب خور دی. هیله ده چې وضعه ښه شي. د تاریخ د یو لوستونکي په توگه ویلی شم چې وخت بدلیږي، بدلون هم راځي. ډیر نور پټ قوتونه هم شته چې تاسو ته نه ښکا‏ري.»

د القدس د پوهنتون پروفیسر القد وايي چې اسرایل او فلسطین یو هم نه غواړي چې د تشدد کوم نوی دور پیل شي ځکه چې بیا به ېې دوي ته د قابو کول سخت شي.هغه وايي «دواړه طرفونه د یو بل سره مشکل لري. غواړي چې یو بل باندې سخت راولي. خو دومره زور یو هم نه لري چې خپل مخالف بالکل د نړۍ نه محوه کړي.»

مبصرین د دواړو اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ بل راتلونکي کال کې هم د سولې د قایمدو کوم امید نه لري. په داسې حال کې چې بل کال ته اسرایلو کې پارلیماني انتخابات هم کیدونکي دي. بل دا چې امریکا هم د یو منځگړي په توگه مهم یادیږي خو امریکا کې هم بل کال ته د جمهوري ریاست د انتخابات دپاره کمپاین پیلیږي. نو د منځني ختیځ د سولې خبرو دپاره به وخت پیدا نشي.

XS
SM
MD
LG