د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت:د فرانسې په کلتوري مرکز برید حقاني شبکې کړی


د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي
د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز کې دننه د تیاتر د یوې نندارې په وخت د تیرې ورځې د ځانمرګي برید مسولیت د حقاني په شبکه اچولی او ویلي دي چې دغې شبکې په دغه برید کې یو پنځلس کلن ماشوم نه د ځانمرګي بریدکونکي په توګه کاراخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دوی پلټنې ښیي چې په کابل کې د استقلال په لیسه کې د پنجشنبې د ورځې د ماښام برید او په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو کې د حقاني شبکه لاس لري.

ښاغلي صدیقي وویل" د حقاني شبکې تیره ورځ دا برید د یو پنځلس کلن ماشوم په واسطه ترسره کړ چې د برید ډیر قربانیان ماشومان اود استقلال د لیسې زده کونکي وو".

ښاغلي صدیقي خبریالنو ته وویل چې د ملي امنیت ریاست د یوې اونۍ په اوږدو کې په کابل ، ننګرهار، کندهار، بلخ، فاریاب او پروان ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو د تنظیموونکو په ګډون پنځویشت تنه د بریدونو ترسره کولو او سړي تښتونوپه تور نیولي دي.

هغه وویل چې په نیول شوو کسانو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د ډلې پورې مربوط دوه تنه هم شامل دی چې د فاریاب د ولایت په مرکز کې نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت دریاست ویاند خبریالانو ته د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې د حقاني د شبکې د یوې درې کسیزې ډلې د نیولو خبر هم ورکړ وویل چې دغې ډلې د بو ټانو د جوړولو د فابریکې په بهانه د حقاني شبکې ته کار کوه او په کابل یې دغې شبکې ته خلک جذبول او د پوځي روزنې لپاره یې د حقاني شبکې مرکزته استول او بیا له هغه ځایه یې کابل ته انتقالول.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند په افغانستان او په ځانګړې ډول په کابل کې د مخالفو وسلوالو د بریدونو د زیاتیدلو علت په جبهوي جګړو کې د وسلوالو پاته راتلل وښودل وویل چې مخالف وسلوالو په ښارونو کې د عملیاتو په ترسره کولو غواړي د رسنیو د پوښښ نه ګټه پورته کړي.

د ښاغلي صدیقي په وینا په دې توګه مخالف وسلوال غواړي خلک د راتلونکي په باب نا هیلي کړي.

د ملي امنیت ویاند ښاغلي صدیقي وویل"په دې هکله چې ولې دښمن د تیرو کلونو په نسبت سږکال په ژمي کې هم خپل بریدونه زیات کړي، هغوی دې ته متوجه شوي چې افغانستان د یو کال په اوږدو کې د سیاسي ، اقتصادي او امنیتي پلوه ډیر د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې پرته د لوی امنیتي پیښې ترسره شوي د سیاسي زعامت انتقال په ښه توګه ترسره شود امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره د نړیوالو همکاریو په برخو کې معتبر سندونه لاسلیک شول او د لندن کنفرانس هم ښه لاس ته راوړنې درلودلې دښمن هیڅکله دې ته چمتو نه دی چې زمونږ پرمختګ او زمونږ امید خوندې اوسې".

هغه زیاته کړه چې دښمن همدارنګه غواړي چې افغانان خپلې راتلونکي ته هیلمن نه اوسې.

طالبانو د برید مسولیت اخیستی

طالبانو د فرانسې په کلتوري مرکز چې د استقلال د لیسې سره په یوه محل کې پروت دی د تیرې ورځې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي چې دا برید یې" د استشهادي بريدونو د غندنې او يو ګمراه کوونکي تبلیغاتي فلم د نندارې لپاره په جوړه شوې غونډه کړی دی".

د طالبانو په دغه بیان کې رسنیو او د مدنې ټولنو هغو فعالینو ته هم گواښ شوی چې د هغوی د ویاند مجاهد په وینا په افغانستان کې "د اسلامي ارزښتونو پرخلاف نشرات کوي، لاریونونه او مارشونه کوي، غونډې جوړوي، دبي حجابۍ ، ډمتوب، فحشاء او فساد دخپرولو په کار بوخت دي او د افغان ځوانانو د ګمراهۍ هڅه کوي".

په روغتون کې د ټپیانو نه د جمهور رئیس لیدنه

د افغنستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پیښې دوه ساعته وروسته تیره شپه د ایمرجنسي روغتون ته لاړ او هلته یې ددغه برید د ټپیانو سره خبرې وکړي .

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر نه یو خپور شوی بیان وایي چې جمهور رئیس غني ټپیانو ته د ډاډګیرنې په ترڅ کې وویل" له امنیتي ستونزو څخه په بشپړ ډول خبر یم او ټینګ هوډ مې دا دی چې هیواد به له دې حالت څخه را وباسو او انشاالله امنیت به تامینوو".

د مدني ټولنې د یو شمیر غړو غبرګون

نن د جمعې د لمانځه وروسته د مدني ټولنې په لسګونو غړو د استقلال د لیسې مخې ته په یوه غونډه کې د زده کونکو په منځ کې د ځانمرګي برید ترسره کول په کلکه وغندل او د افغان حکومت نه یې ددغې برید د عاملینو د پیژندلو او د قانون منګلو ته د هغوی د سپارلو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز کې تقریبآ هره اونۍ یو لړ هنري پروګرامونه ترسره کیږي چې د پنجشنبې په مازیګر هم د زړه د درازا په نوم د ازدر د تیاتر او د افغانستان د موزیک د ملي انسیتوت یو ګډ پروګرام روان وو چې په کې ځانمرګي ځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي وچول چې له امله یې یو بهرنۍ ووژل شو او تر شلو نور چې زیات شمیر یې د استقلال د لیسې زده کونکي وو ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG