د لاس رسي وړ اتصالات

نسیم دانش: افغانستان به د کرېکټ له سیالانو سره سیال کړم


نسیم دانش د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي ریس او مرستیال هم پاتې شوی دی.
نسیم دانش د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي ریس او مرستیال هم پاتې شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی مشر وايي تر ۲۰۲۵ کاله پورې به افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ درجې هېوادونو په کتار کې ودروي.

نسیم دانش چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په اساس د کرېکټ بورډ نوی عمومي مشر وټاکل شو، د امریکا غږ اشنا رادیو ته وویل چې دی د کرېکټ د پرمختګ لپاره د لسو کلونو له پلان سره راغلی دی.

ښاغلي دانش وویل "د دغه پلان یوه مهمه برخه دا ده چې د لومړۍ درجې د ترلاسه کولو لپاره ټول اړین کارونه ترسره شي چې د نویو لوبغالو او سټیډمونو جوړول، له لومړۍ درجې هېوادونو سره د سیالیو برابرول او د لوبغاړو د پرمختګ لپاره په نورو هېوادونو کې د روزنیزو کمپونو جوړول یې په سر کې راځي."

ښاغلي دانش وویل د خپلو پلانونو د عملې کولو لپاره به په بېلا بېلو برخو کې په کارپوه او وړ کسان ګماري.

ښاغلي دانش د کرېکټ بورډ اجرايي مشر او مرستیال هم پاتې شوی دی. ده د یکشنبې په ورځ خپله رسمي دنده پیل کړه. تر ده وړاندې شهزاده مسعود د کرېکټ بورډ عمومي مشر و.

تاج ملوک علم بیا کرېکټ ته راغی

نسیم دانش د خپل کار په لومړۍ ورځ د لوبغاړو د غوراوي پخوانۍ کمېټه ړنګه کړه او پر ځای یې یوه بله کمېټه وټاکله چې د افغانستان د کرېکټ پخوانی روزونکی تاج ملوک علم یې هم غړی دی.

تاج ملوک علم د افغانستان د کرېکټ له بنسټ اېښودونکو شمېرل کیږي او ډېر وخت د ملي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دی. هغه له شاوخوا څو کلونو راهیسې له کرېکټ څخه لېرې پاتې شوی و.

نسیم دانش د کرېکټ بورډ د نوي مشر په توګه د یکشنبې په ورځ خپله رسمي دنده پېل کړه.
نسیم دانش د کرېکټ بورډ د نوي مشر په توګه د یکشنبې په ورځ خپله رسمي دنده پېل کړه.

ښاغلي دانش وویل "نوې کمېټې چې له تجربه لروونکو کسانو جوړه ده، د ۲۰۱۵ د نړیوال جام لپاره به نوي لوبغاړي او لوبډله ټاکي. په دوی کې تاج ملوک علم چې پخوانی روزونکی دی، ریس احمدزی او دولت احمدزی چې دوه پخواني روزونکي او لوبغاړي دي، هم شامل دي. دوی به د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کوي، د لوبډلې د مشر د بدلېدو رابدلېدو امکانات نه شته، خو لوبغاړو به ځینې بدل رابدل شي."

ښاغلي دانش وویل د ۳۰ لوبغاړو یوه ډله په راتلوونکو شاوخوا دوو اونیو کې متحدو اماراتو ته ځي.

افغانستان په جنورۍ کې له ایرلینډ او سکاټلینډ سره دوه دوه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري چې د ښاغلي دانش په خبره په دغو لوبو کې به ښه ځلیدوونکي لوبغاړي د نړیوال جام په افغان لوبډله کې شامل کړل شي.

ښاغلي دانش په ځانګړي ډول د شهزاد محمدي او کریم صادق یادونه وکړه او ویې ویل که ښه وځلیدل ښايي بیا لوبډلې ته راوستل شي.

دغه دواړه لوبغاړي له اوسنۍ لوبډلې ویستل شوي دي، د بورډ پخوانیو چارواکو ویل چې د دغو لوبغاړو وړتیا خرابه شوې او وزنونه یې هم زیات شوي چې له همدې کبله له لوبډلې ویستل شوي دي.

ولې تر نړیوال جام مخکې، تغیرات؟

د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی مشر وايي ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال جام لوبو او په کرېکټ بورډ کې ځینو ستونزو ته په کتو دغه پرېکړه وکړه، خو ښاغلي دانش و نه ویل چې په اوسني بورډ کې ستونزې څه وې.

هغه وویل " ولسمشر د دغې دندې لپاره زما په ګډون له شپږو کسانو ازموینه واخیسته، ما سره یې ۳۰-۳۵ دقېقې مخامخ خبرې وکړې، یوازې یې د کرېکټ په اړه پوښتنې ونه کړې، د مدیریت، له نورو هېوادونو سره د اړیکو د جوړولو، په افغانستان کې د کرېکټ د لا پرمختګ او په نړیوال جام کې د ښې لوبې د کولو په اړه ګڼې پوښتنې وکړې او بلاخره یې زه غوره کړم. "

د کرېکټ نړیوال جام ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي، خوښاغلي دانش هیله وښوده چې په کرېکټ بورډ کې راغلي تغیرات به پر افغان لوبغاړو او د هغوی پر لوبو منفي تاثیرات و نه لري.

افغانستان به په راتلوونکو شاوخوا دریو اوونیو کې د نړیوال جام لپاره لوبغاړي او لوبډله وټاکي.
افغانستان به په راتلوونکو شاوخوا دریو اوونیو کې د نړیوال جام لپاره لوبغاړي او لوبډله وټاکي.

افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته ووت، چې خپله لومړنۍ لوبه به د راروانې فبرورۍ په میاشت کې له بنګلدیش سره کوي.

پر دې سربېره، افغانستان له اسټرالیا، انګلینډ، نیوزلینډ، سریلنکا او سکاټلینډ سره هم لوبې کوي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې کپټان امریکا غږ ته په یوې مرکې ویلي و چې، د نړیوال جام لپاره یې پوره چمتوالي نیولي او داسې لوبې به وکړي چې ډېر به حیرانه کړي. د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام په فبرورۍ کې پیلیږي چې ۱۴ لوبډلې په کې برخه لري او په دوو ډلو ویشل شوي دي.

د بورډ د پخوانیو چارواکو برخلیک:

نسیم دانش وايي چې که اړتیا وه له پخوانیو چارواکو او کارکوونکو به سلا مشورې غواړي، خو هغوی به په بورډ کې کومه رسمي دنده نه لري.

د کرېکټ بورډ پخوانی عمومي مشر شهزاده مسعود او اجرایي مشر نور محمد مراد وو. شهزاده مسعود د افغانستان د کرېکټ له پيل نه له افغان لوبغاړو سره پاتې شوی دی او نور محمد مراد له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايي ریس و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG