د لاس رسي وړ اتصالات

هند د پيښور د خونړۍ پیښې ویر وکړ


په مومبۍ کې زده کوونکو د پیښور د پيښې د قربانیانو لپاره شمعې بلې کړې وي.
په مومبۍ کې زده کوونکو د پیښور د پيښې د قربانیانو لپاره شمعې بلې کړې وي.

هند د پاکستان سره د پیښور د پرونۍ پیښې پخاطر، چې پکښې ۱۴۱ کسان ووژل شول، خواخوږي ښودلې ده.

د هند پارلمان او د ښوونځیو په زرګونو زده کوونکو د پیښور د پیښې په تړاو د چهارشنبې په ورځ د دوو دقیقو لپاره چوپتیا غوره کړه او ویر یې وکړ.

د پیښور پر ښوونځې باندې د دوشنبې د برید پخاطر د ماتم دغه غوښتنه د هند صدراعظم نریندرا مودي کړی وه. د هند صدراعظم د پیښور پیښه یو ظلم وباله چې په الفاظو کې نه شي افاده کیدای.

د هند د مومبۍ په ښار کې یو شمیر زده کوونکو د پیښور د ښوونځی د وژل شوو زده کوونکو لپاره، چې زیاتره یې ماشومان وو، شمعې بلې کړې وي.

د بارودا په یو ښوونځی کې ، زده کوونکو خپلې خولې په تورو پټلیو بندي کړي وي. ځینو بیا لوحې د ځانو سره انتقالولي. په لوحو باندې لیکل وو: «ترور بند کړئ» او «ماشومان مه وژنئ

د هندوستان د ښوونځیو دغه ماشومانو خپل د هوډ څرګندونه کوله او ویل یې چې هند د پاکستان څنګ ته ولاړ دی.

«پاکستان، موږ ستاسو سره یو.»

«موږ به هرډول چې ستاسو خوښه وي ستاسو سره مرسته وکړو.»

پیښه او د ګاونډیو ترمنځ اړیکې

د پيښور پر ښوونځی برید داسې وخت شوی چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې دي. خو، د اوس لپاره داسې معلومیږي چې دغه دواړو ګاونډیو هیوادونو خپل اختلافات یوې خوا ته پرې ایښي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د هندوستان خلګو د پاکستان سره د خواخوږۍ څرګندونې کړې دي. د برید نه شاووخوا دوه ساعته ورسته، «هند د پاکستان سره دی» یا IndiawithPakistan هش ټک پر ټویټر باندې دیر استعمال شوی و.

د هند په پارلمان کې، د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج وویل چې هند سرحد په نظر کې نه نیسي او اختلافات یوې خوا ته پریږدي او په دغو سختو شیبو کې د پاکستان څنګ ته دریږي.

میرمن سواراج وویل چې «دغه برید، د ټولو خلګو نه، چې په انسانیت باور لري، غواړی چې لاسونه سره یو کړي او تروریزم له منځه یوسي.» هغې وویل چې هند تیار دی چې په دې اړه د نړۍ د نورو هیوادونو سره خپله ونډه ادا کړي.

د هند د پارلماني چارو وزیر وینکایا نیدو په نړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې د تروریزم مقابله وکړي. خو، هغه بیا هم د هند هغه خبرې ته چې پخوا یې هم د پاکستان په اړه کوله اشاره وکړه او هغه دا چې د پاکستان څخه د هند په خلاف ترویستي اعمال ترسره کیږي.

د هند د پارلماني چارو وزیر وویل چې «پاکستان د غم په دغه وخت کې زموږ د خواخوږۍ، ملاتړ او غمشریکۍ مستحق دی. خو په عین وخت کې زه هیله کوم چې دوی په دې وپوهیږي چې د دې ضرورت شته چې دوی په خپل ملک کې تروریزم ختم کړي، هغه تروریزم چې د [پاکستان] نه بهر ته استول کیږي.»

په هند کې بیا د احتمالي بریدونو د مقابلې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG