د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ په دانگام ولسوالۍ کې لا هم جگړه روانه ده


د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي د دانگام ولسوالۍ د جگړې له کرښې څخه د رپوټ په حال کې
د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي د دانگام ولسوالۍ د جگړې له کرښې څخه د رپوټ په حال کې

په داسې حال کې چې نن پنځه ورځ ده چې د کونړ د دانگام په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جگړه روانه ده، افغان ځواکونه وایي چې دوی په دې ولسوالۍ کې چانیز عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست جنرال سالنگي چې د عملیاتو د څارنې لپاره د کونړ ولایت ته تللی دی د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي سره په خبرو کې وویل " د هغه پلان په هکله چې دلته زمونږ امنیتي مسولینو درلود، د هغه په هکله مو ورسره خبرې وکړې د هغوی یو شمیر کمبودونه او مشکلات مو یاداشت کړل، دا چې څه ترتیبات مو نیولي دي نه غواړم چې اوس یې په ډاگه کړم."

افغان پوځیان او امنیتي سرتیري اوس هم په خپلو پوستو کې ناست دي او هغه سیمې ته ندي ورغلي، چیرته چې د ولسي خلکو د کورونو سوځول روان دي.

د امریکا غږ خبریال وایي د دانګام په ولسوالۍ کې پر یوه لوړه غونډۍ هغه پوستې ته ورغلی له کوم ځای څخه چې په مخامخ یوه ناو کې تازه تازه د وسله والو پر ضد د یو پاڅون کوونکي له کوره د اور لوخړې ختلې.

د دانگام له ولسوالۍ څخه د امریکا غږ د خبریال ذبیح الله غازي رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

حاجي محمد زمین ددغه ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر دی. هغه په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې لسګونه کورنۍ یې د جګړې په سیمه کې ایسارې دي.

نوموړی وايي په تېرو پنځه ورځو کې یې شپږ ملکي خلک وژل شوي او ګڼ ټپیان د جګړې په سیمه کې په ټپي حالت کې ایسار دي " زما ماشومان او قوم مې د تهدید لاندې دی او هغه وایي مونږ پلان جوړوو، از برای خدا د افغانستان دې قوتونو ته گوره او دې غیورو افغانانو ته گوره چې دومره احساس نشته دی. په دغه ځای کې زمونږ ماشومان او زنانه بند پاتې دي. ولسي خلک هم بند پاتې دي، لسمه ورځ ده چې ډوډی او اوبه ورته نه دي رسیدلي."

حاجي محمد زمین دا هم وایي چې " تقریبا مونږ پنځه شپږ شهیدان لرو، نور مو ځنی خلک ورک دي پته یې نه لگي، د پنځوسو په شاو خوا کې زخمیان لرو او مالي او ځاني ډیر تلفات لرو."

په ولسي جرګه کې کونړ د خلکو استازی حاجي سخي چې سیمې ته ورغلی، له هوايي مرستې پرته د دانګام ګټل ګران گڼي " تر څو پورې چې هوایي قوه رانشي او کمک ونه کړي امکان نه لری."

هغه پر بهرنیو ځواکونو کلک انتقاد کوي او وایي "څو ورځې مخکې چې دا ساحه خوشې وه په مختلفو ځایونو کې یې عملیات کړي دي خو اوس چې دا څو ورځې جگړه روانه ده هغوی چې مونږ سره وعدې کړې وې وعده یې پوره نه کړله"

اوس هم د دانګام کڅۍ، سور کمر او ګڼې نورې سیمې د طالب وسله والو په ولکه کې دي. امنیتي ځواکونه په خپلو مواضعو کې هم د طالبانو لخوا د کلکې جګړې سره مخامخ دي.

چارواکي وايي، د مخالفو وسله وال شمېر له زرو ډېر دی او باید چې د هلیکوپترو له اړخه دوی سره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG