د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهر طنین: افغانستان یو نوي پړاو ته داخلیږي


په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین
په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین

د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتو د امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله خاصه غونډه درلوده چې مشري ېې د چاډ د هیواد په غاړه وه.

په دې غونډه کې د افغانستان دپاره د ملگرو ملتو د عمومي منشي خاص استازي او په کابل کې د ملگرو ملتو د دفتر مسول ښاغلي هیسم د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

دې غونډې ته د وینا په وخت په ملگرو ملتو کې دافغانستان سفیر ښاغلي ظاهر طنین په افغانستان کې د ملگرو ملتو د رول ستاینه وکړه او وې ویل چې افغانستان کې د نړیوالو قواو دیارلس کلن حضور هم د ملگرو ملتو د پریکړې په اساس ممکن شویدی.

ښاغلي ظاهر طنین د ملگرو ملتونو څخه منه وکړه چې په افغانستان کې یې د یو بل کال لپاره د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ماموریت وغزاوه.

هغه وویل «د افغانستان په تاریخ کې یو نوی پړاو پیلیږي او د دې قواو حضور به د دې نوي دور په پیل کې ډیر کومک وکړي.»

د ملگرو ملتو امنیت شورا په تیرو ورځو کې د امریکا په مشرۍ د ناټو قواو ته د یو کال دپاره اجازه ورکړه چې هلته د افغانستان د پوځ په روزونه او نورو چارو کې د مرستې دپاره پاتې شي
د ملگرو ملتو امنیت شورا په تیرو ورځو کې د امریکا په مشرۍ د ناټو قواو ته د یو کال دپاره اجازه ورکړه چې هلته د افغانستان د پوځ په روزونه او نورو چارو کې د مرستې دپاره پاتې شي

هغه وویل چې افغانستان کې د انتخاباتو نه پس د ملي وحدت د حکومت اساس هم د نوي دور د غوښتونو ځواب ورکول دي او دې لړ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني خپل دریځ ولس او نړۍ ته څرگند کړیدی.

هغه وویل چې نوي ولسمشر د چین ،کټمنډو. او لندن په غونډو کې خپل ٥ اولیتونه تشریح کړیدي چې هغې سره هیواد کې یو باثباته نظام او سیمې سره به مثبته همکاري وده وومومي.

ښاغلي ظاهر طنین وویل چې لومړۍ هدف اداري فساد ختمول دي چې دې سره به د چارو سمون اسانه شي. دویم کار به د ښې حکومتدارۍ وده وي چې خلک د حکومت نه راضي ووسی. بیا به ورسره د اقتصادي ثبات دپاره گامونه اخیستل وي چې خلک پخپلو پښو ودریږي، کله چې دا کارونه وشي نو سیمې ته به هم اقتصادي همکاري وغځیږي او په نتیجه کې به ېې ټوله سیمه د یو بل د گټو نه برخمنه شي.

خو په ملگرو ملتو کې د افغانستان استازی وايی چې د دې ټولو پلانونو د عملي کیدو په لار کې ستر خنډ ترهگري ده.

هغه وايي "ترهگري د افغانستان د سولې او اقتصادې ودې په مقابل کې د یو ناسور په شکل ولاړه ده. په دې تیرو څو اونیو کې د ترورستي حملو د لارې هڅه شویده چې په نوي حکومت د خلکو باور ضعیف کړي."

ښاغلي طینین په نړیوالې ټولنې غږ وکړو چې افغانستان لا هم د دوي مالي او معنوي مرستو ته ضرورت لري. افغانستان لا هم پخپلو پښو نه دی ولاړ نو مخلصه همکارۍ ته لیواله دی او د افغانستان ثبات نه یوازې دافغانانو په گټه دی بلکې د سیمې او د نړۍ دپاره هم هغه هومره لازم دی. نو پکار ده چې ټول ېې په شریکه مټې مظبوطې او بنیادونه قوي کړي.

XS
SM
MD
LG