د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکو په پاکستان کې پر طالبانو د برید خبرداری ورکړ


د کندهار امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالرازق خپلو سرتېرو ته امر کړی چې دا ځل يې وسله وال د ډیورنډ پولې هاخواته هم په نښه کړي .
د کندهار امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالرازق خپلو سرتېرو ته امر کړی چې دا ځل يې وسله وال د ډیورنډ پولې هاخواته هم په نښه کړي .

په جنوب کې د تر ټولو لوړ پوړي نظامي مقام له لوري یو ځل بیا په ترخه او تونده ژبه ، خپلو سرتیرو ته امر شوی چي د افغان حکومت وسله وال مخالفین د ډیورنډ کرښي پوري، په هغه ځای کې هم په نښه کړي چي مرکزونه لري.

نن د ډیورنډ پولي ته څېرمه په شورابک ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد ځپونکي عملیات پای ته رسیدلي دي.

یاده ولسوالي په دې وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر مخامخ تهدید لاندي وه .

امنیتي مقامات وايي چي د کنړ په څېر د یوې ممکنه پېښي د مخنیوي لپاره يې وروستي ګامونه پورته کړي .

د کندهار امنیه قومندان او د جنوبي ولایاتو اپراتیفي مشر ډګر جنرال عبدالرازق چي د شورابک د عملیاتو مشري يې خپله کوله نن خبریالانو ته وويل چي دا ځل يې وسله وال د ډیورنډ پولې هاخواته هم په نښه کړي دي .

دی زیاتوي چي د مخالفینو مرکزونه يې معلوم دي او هغوی پر افغان ځواکونو تر برید وروسته د پاکستاني نظامیانو له پوستو سره نږدې اوسېږي .

" ګډ عملیات مو تر سره کړل، موږ په خپلو ثقیله وسلو د ډیورنډ پولط هاخواته هم هغوی په نښه کړل، له دې وروسته مي هم خپلو سرتيرو ته امر دی چي هغوی د ګرښي سره هاخواته په درې سوه مېترۍ کې هم په نښه کړي او له هره ځایه چې پر موږ برید کیږي باید تر هدف لاندي راوستل شي."

افغان مقامات تل وايي چي وسله وال مخالفین يې د ډیورنډ خط سره نږدې د پاکستاني نظامیانو له مرکزونو سره په خواکې استوګنځایونه لري او پر افغان قواوو تر بریدونو وروسته هلته پناه ورکول کیږي .

جنرال رازق په نننۍ خبري غونډه کې د افغان دولت پر مرکزي مقاماتو غږ وکړ چي له پاکستاني لوري سره په دې باب ستونزو ته د حل لار پیدا کړي، او د نه پاملرنې په صورت کې به ناوړه پایلي به ولري .

خو د پېښور تر وژونکې پېښي وروسته، د پاکستان د ملي امنیت دسلاکار سرتاج عزیز په تازه څرګندونو کې راغلي چي د پاکستان د حکومت له لوري هم اوس د ښو او بدو طالبانو فکر لمنځه تللی او نظامیان به يې نور د دوی ترمنځ فرق ونه کړي .

د پاکستان یاد دریځ دلته په جنوبي ولایاتو کې هم د مبصرینو ترمنځ دا باور تر بل هروخت زیات کړی چي ممکن نور د پاکستان خاوره د افغان طالبانو لپاره امن ځای نه وي، خو دا به د وخت په تېرېدو سره ثابته شي، رښتیا هم همداسې ده که نه؟

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG