د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا:افغان کډوال دې کمپونو ته ولاړ شي


د پاکستان د خیبر پښتونخوا حکومت په پیښور کې افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی دی چې له ښارونو څخه ووځي او کډوالو ته جوړو شویو کمپونو ته ور وګرځي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي په پېښور کې وروستیو نا امنیو او په خاص ډول پر پر پوځي ښوونځي له برید او شاوخوا ۱۴۱ تنه له وژل کېدو وروسته، اړ شوي چې، په دې اړه یو لړ ګامونه اوچت کړي.

دا مهال سلګونه زره افغانان د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي .

د امریکا غږ خبریالې نذرانې یوسفزۍ په پیښور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له یو چارواکي شوکت یوسفزي سره، مرکه کړې او په دې اړه یې ترې نور جزییات پوښتلي دي.

مرکه دلته اورېدلﺉ شﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:44 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG