د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټونه وايي په شمالي کوریا کې انټرنیټ قطع شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په شمالي کوریا کې د انټرنیټ د قطع کیدو په اړه د تبصرې نه ډډه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په شمالي کوریا کې د انټرنیټ د قطع کیدو په اړه د تبصرې نه ډډه وکړه.

رپوټونه وايي چې په شمالي کوریا کې انټرنیټ قطع شوی دی. د انټرنیټ د قطع کیدو علت څرګند نه دی.

په شمالي کوریا کې د انټرنیټ خدمات داسې وخت کې قطع شوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما خبرداری ورکړ چې د سوني په شرکت باندې د انټرنیټي بریدونو ځواب ورکړي.

د سوني پيکچرز د فلم جوړولو پر شرکت د انترنیټي بریدونو ملامتي په شمالي کوریا اچول شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې په دې اړه د تبصرې نه ډډه وکړه.

خو ویاندې دا خبره کړې ده چې د امریکا حکومت په یو شمیر لارو چارو باندې غور کوي چې څنګه د سوني په شرکت باندې د انټرنیټي بریدونو ځواب ورکړي.

په امریکا کې د ډاین انالسیس د انټرنیټي څیړنو د شرکت یو ویاند وویل چې په شمالي کوریا کې انټرنیټ ته د لاسرسۍ د مشکلاتو علت کیدای شي چې انټرنیټي برید وي.

بل پلو ته، پرون د شمالي کوریا حکومت امریکا ته وویل چې په شمالي کوریا دې د تورونو د لګولو له امله معذرت وغواړي. شمالي کوریا ګواښ کړی دی چې د بیلابیلو لارو نه به، چې پکښې انټرنیټي جګړه هم شامله ده، کار واخلي او مقابله به وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې پوره معلومات په لاس کې نه لري چې دا معلومه کړي چې آیا هغه رپوټونه درست دي او که نه چې وايي شمالي کوریا د سوني پيکچرز د شرکت په خلاف د انټرنیټي بریدونو لپاره چینايي تاسیسات استعمال کړي دي.

امریکا د چین سره خبرې کوي چې په راتلونکي کې د شمالي کوریا لخوا د انټرنیټي بریدونو د مخنوي په برخې کې مرسته وکړي.

جاپان هم ورستۍ انټرنیټې حملې غندلې دي.

شمالي کوریا د سوني په شرکت باندې د وروستیو انټرنیټي بریدونو مسولیت نه مني. په سوني باندې د انټرنیټي بریدونو له امله د «مرکې» د فلم خپریدل وځنډول شوه. تمه وه چې دغه فلم به د ډیسمبر د میاشتې په ۲۵ نیټه خپور شي.

XS
SM
MD
LG