د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په شمول ټوله نړۍ کې عیسویانو د کرسمس ورځ یا د عیسویانو اختر ونمانځله. د امریکا ولسمشر بارک اوباما او میرمن ېې د تبریکۍ پیغامونه ورکړل او د نړۍ په مختلفو برخو کې عیسویانو په خپل خپل دستور او رواج دا ورځ ونمانځله

د امریکا ولسمشر براک اوباما په خپل راډیوي پیغام کې ټول ولس ته د میري کرسمس په ویلو سره د دې ورځې مبارکي وویله. په دې پیغام کې ورسره د ولس مشر میرمن میشل اوباما هم مل وه اوهغې هم پخپل نوبت د دغې ورځې مبارکي وویله

ولس مشر اوبامه او میرمن ېې وویل چې دوي موږ هم د ټولو سره دا ورځ په سپينه ماڼۍ کې نمانځو. خپل کور مو ښه ښکلی کړیدی. د ناجو ونه مو په چراغونو او شمعو سینگار کړیده. قریب ٦٥ زره خلکو ته مو د دې ورځې میلمستیا هم ورکړیدهa

ولس مشر اوبامه او میرمن ېې وویل چې دوي موږ هم د ټولو سره دا ورځ په سپينه ماڼۍ کې نمانځو. خپل کور مو ښه ښکلی کړیدی. د ناجو ونه مو په چراغونو او شمعو سینگار کړیده. قریب ٦٥ زره خلکو ته مو د دې ورځې میلمستیا هم ورکړیدهa

ولس مشر اوباما او میرمن ېې وویل چې دوي موږ هم د ټولو سره دا ورځ په سپينه ماڼۍ کې نمانځو. خپل کور مو ښه ښکلی کړیدی. د ناجو ونه مو په چراغونو او شمعو سینگار کړیده. قریب ٦٥ زره خلکو ته مو د دې ورځې میلمستیا هم ورکړیده

ولس مشر اوباما دا هم وویل چې نن زموږ کورنۍ د میلونو خلکو سره د عیسي علیه السلام د زیږنې په خوشالۍ کې شریکه ده. دا ورځ یوازې د یو ماشوم د زیږنې ورځ نه ده بلکې دا موږ ته پیغام راکوي چې موږ د مريضانو،ناروغانو ،بې وزلو او د یو بل سره لاس یو کړو او مینه وکړو.

میرمن میشل اوباما هم وویل چې موږ مو هیله لرو چې دا ورځ به د یو بل سره د رشتو د م‍ضبوطولو، د مخالفتونو د خمتولو اویو بل سره د رشتو د قوي کول پیغام ولري.

د امریکا نه پرته په نوره نړۍ کې د دسمبر ٢٥ د کرسمس نمانځنه په ډیر تقدس او عقیدت سره وشوه.

د کرسمس په مناسبت مهمه غونډه د کیهتولک عیسویانو په مذهبي مرکز د ویټکان ښار د سینټ پیټرز په څلور لارې کې وشوه. پوپ فرانیسس د خپلې دورې د کرسمس دویمه وینا وکړه. هغه راغلو زرهاو خلکو ته وینا کې وویل چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې په لاس د اقلیتي وگړیو وژنه یو ستر ظلم دی.

پوپ فرانیسس وویل «زه د دې دنیا ساتونکي ته عرض کوم چې زموږ د هغو خویندو وروڼو په حال پام وکړي چې عراق او سوریه کې په مصیبت اخته دي. هغو چې د روانې شخړې په اور کې سوزي. هغو چې شمار کې کم دي او د خپل مذهب او نژاد په سبب د سختو ظلمونو سره مخ دي.

پوپ فرانیس په خپله وینا کې د نړۍ په مختلفو برخو کې روانو شخړو او د خلکو په مصیبتونو خبرې او یادونه ېې وکړه. هغه د یوکراین، نایجیریا او مرکزي افریقه سره سره د پاکستان په پیښور کې د مکتب په ماشومانو دطالبانو ناترسه حمله هم یاد کړه او د غمژنو سره ېې غمشریکي وکړه.

پاپ فرانیسس په خپله خاصه دعا کې د پیښور د مکتب د ماشومانو نه علاوه د نړۍ د ناروغه خلکو، د ایبولا د وبا وهلو، د لایبریا ،عاج د ساحل او د گانا ولس ته هم رحمت او صحت وغوښت.

په عین حال کې د عراق په پایتخت بغداد کې هم عیسویانو د کرسمس په مناسبت کلیساگانو کې د سهار غونډې وکړې .د بنگله دیش په پایتخت ډهاکه کې هم عیسویانو د سهلاو په شمیر د کرسمس د ورځې مذهبي مراسم د غونډو په شکل کې ترسره کړل.

همدا شان په منځني ختیځ کې هم فلسطینانو د لودیزې غاړې په بیت اللحم کې د کرسمس د ورځې دستورې وکړې.د سیمې نه د امریکا غږ خبریال رابر برجر خپل راپور کې وايي.د بیت اللحم په مرکزي کلیسا کې خلک راغونډ شوي وو. دغه ځای ته د نړۍ د مختلفو برخو نه عیسویانو ورغلي وو او د عیسویانو د اختر ورځ ېې نمانځله. ویل کیږي چې عیسي علیه السلام دغه ځای کې زیږدلی و.

د نړۍ په مختلفو برخو کې عیسویانو په خپل خپل دستور او رواج دا ورځ ونمانځل

د نړۍ په مختلفو برخو کې عیسویانو په خپل خپل دستور او رواج دا ورځ ونمانځل

د سربیا نه بیت الاحم ته رسیدلی یو زایر وايي چې دا ځای زما دپاره ډیر راحت بخښونکی دی.هغه وايي « دا وخت ما دپاره ډیر د روحانیته ډک، د شکر او خوښۍ وخت دی. دلته زه د کرسمس په اصل روح پوه شوم. زه ځان ډیر بختور گڼم چې دلته راغلی یم او ډیر خوشاله یم.

دا چې په همدې کال کې د اسرایلو او فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ د ٥٠ ورځو جگړه هم شوې وه، نو سږ کال کې د کرسمس ورځ ډیره رنگینه نه وه. ځکه چې خلک اوس هم دلته د راتگ نه ډډه کوي. اوربند شویدی خو خلک لا هم په سوله باوري نه دي.

د امریکا د ارکنساس ایالت نه یوه ښځه لورین جیکسن وايی چې هغې د خطر پروا ونه کړه او دلته راغله.هغه وايي«ما دلته ځان خوندي احساس کړیدی. عربان او یهودان دواړه د میلمنو ډیرقدر او میلمستیا کوي.

په بیت اللحم کې فلسطینان د سیالنیانو د شمیر د کمي په وجه مایوسه دي. ځکه چې همدې سیالنیانو په برکت د ښار اقتصاد چلیږي. د بیت الحم ښاروال ویرا بابون وايي چې د مشکل اساس د اسرایلو په لاس د غزې او لودیزې غاړه قبضه ده.هغه وايي «په دې خاص ورځ ټول یو پیغام لري او هغه دا چې دوي عدالت غواړي. نو چې عدالت وي نو سوله پخپله راځي.

د عیسویانو د اختر یا کرسمس په پیغام کې د بیت المقدس د کلیسا مشر فواد طول ټولو یهودانو،مسلمانانو او عیسویانو باندې غږ کړیدی چې په مقدس وطن کې د امن په فضا کې ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG