د لاس رسي وړ اتصالات

جدي ۶ مه په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ۳۵ کلیزه


په مسکو کې د پخواني کمونیست ګوند د پلویانو لاریون(ارشیف)
په مسکو کې د پخواني کمونیست ګوند د پلویانو لاریون(ارشیف)

نن د جدي د میاشتې شپږمه ورځ په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له پنځه دېرشمې کلیزې سره برابره ده.

د ۱۳۵۸ کال جدي په شپږمه ورځ په مدرنو پوځي وسلو سمبال د پخواني شوروي اتحاد په لسګونو زره عسکر د ګاونډیو هیوادونو نه افغانستان ته راننوتل او ددغه هیواد په ټولو ښارونو کې ځای په ځای شول.

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو سره د افغانانو د نږدې لس کلنې جګړې په پای کې دا ځواکونه له افغانستان نه ووتل.

د پخوانیو مجاهدینو د ډلو یو شمیر پلویان دا ورځ د یولړغونډو په ترڅ کې غندي. د همدې غونډو په لړ کې نن په پلازمینې کابل اود ننګرهار ولایت په مرکز کې د پخوانيو مجاهدینود ډلو پلویانو د غونډو په جوړولو سره ددې ورځې غندنه وکړه ددغو غونډو ویناوالو په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو یرغل ددغه هیواد د پنځه دېرش کلن ناورین پیلامه وګڼله.

په کابل کې غونډه

په کابل کې د ازادو مسلمانانو د بنسټ په نوم یوې ډلې د یوې غونډې په جوړولو د پخواني شوروي اتحاد یرغل کرغیړن عمل یاد کړ اود پخواني شوروي اتحاد له ځای ناستي د روسيې فدراتیف نه د افغانستان د جګړې د غراماتو غوښتنه وکړه..

د افغانستان د ازادو مسلمانانو د بنسټ مشر عبدالجلال جلال چې خپله پخوانی جهادي قومندان دی وویل، په تیرو دیارلسو کلونو کې د جدي د شپږمې یاد په حکومتي مراسمو کې نه کیږي او حتی د پخواني جهادي رهبرانو له خوا هم ددې ورځې غندنه په لویو غونډو کې نه کیږي.

ښاغلي جلال ددې لامل د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته د پخوانیو مجاهدینو د رهبرانو ترمنځ خپلمنځي جګړې وګڼلې وویل چې دا ددې لامل شول چې د جهاد او رښتینو مجاهدینو قدر کم شي. هغه وویل ‪"خپلمنځي جګړې زمونږ منفی ټکی دی..‪"

بل لورته د کابل پوهنتون استاد او ددې بنسټ غړی محمد شفیق حقپال وویل د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال په افغانستان کې د خلق او پرچم د ډلو هغه مشران چې لا هم ژوندي دي، باید محاکمې ته کش کړای شي.

ښاغلي حقپال وویل ‪"مونږ د هغو سیاسي کارپوهانو محاکمه هم غواړو چې پخوا د خلق او پرچم غړي وو، نن په رسنیو کې سیاسي تحلیل کوي او په زغرده وايي، چې دوی برحقه وو‪"

د پخواني ولسمشر ویاند حامد علمي چې د افغانستان د جهاد په کلونو کې ژورنالست وو، وویل د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له پيل نه د سرو لښکرو تر بیرته وتلو، افغانستان دوه سوه ملیارده ډالر زیان لیدلی، یوولس په سلو کې افغانان معیوب شوي یا ټپي شوي دي، نهه په سلو کې افغانان وژل شوي، او تر څلوېښت فیصدو پورې افغانان بهرنیو هیوادونو ته کډو ته اړ شوي دي.

بل لورته نن د جلال اباد ښار د شیرزي په لوبغالي کې د جدي د شپږمې غندنه د یوې غونډې په ترڅ کې وشوه، چې د پخوانيو مجاهدینو ځینو عالي رتبه غړو پکې هم برخه اخیستې وه.

له یرغل پنځه دېرش کاله وروسته


پنځه دېرش کاله وړاندې په ۱۳۵۸ هجري کال کې د پخواني شوروي اتحاد مشر لیوئید بريژنیف په افغانستان د یرغل حکم وکړ او د جدي په شپږمه سرې لښکرې افغانستان ته ننوتې.

افغانستان ته د راننوتلو سره سم سرو لښکرو د تاج بیګ په ماڼۍ کې د وخت واکمن حفیظ الله امین وواژه اود هغه په مشرۍ د خلق ګوند له واکه لری او ببرک کارمل چې د سرو لښکرو یو ځای افغانستان ته راغلی وو واک ته ورسوه.

له دغه یرغل وروسته په ټول افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کې جګړې پیل شوې چې په ترڅ کې په زرګونو افغانان ووژل شول او افغانستان په کنډوالو بدل شو.

اکثره افغان کارپوهان د افغانستان روان ناورین په دغه هیواد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل زیږنده ګڼي او وایي چې د پخواني شوروي اتحاد یرغل په افغانستان کې د بهرنیو او په ځانګړې ډول د ګاونډیانو لاسوهنو ته لاره پرانستله چې اوس هم لا دوام لري.

د بهرنیو ځواکونو شتون

په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل یادونه په داسې حال کې کیږي چې لا هم په دغه هیواد کې په زیات شمیر بهرني عسکر دیره دي او افغان حکومت د خپلو وسلوالو مخالفانو سره لا هم په جګړه بوخت دی.

ټاکل شوې ده تر راتلونکو څلورو ورځو په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د پوځ محاربوي ماموریت پای ته ورسیږي چې ورسره به افغان ځواکونه په خپل هیواد کې په بشپړه توګه د جګړې قومانده په خپل لاس کې واخلي.

افغان ولسمشر د بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د مسولیت د لیږد له امله یو کمیسیون ګمارلی چې د جدي میاشت دی د هیواد د امنیتي ځواکونو د میړانې او زړورتیا د نمانځنې او درناوي د میاشتې په نامه ونومول شي او ونمانځل شي.

جمهوررئیس غني ددغې میاشتې د نمانځې لپاره د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ یو کمیسیون ته وظیفه سپارلې ده.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې وتلي وو.

XS
SM
MD
LG