د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فلسطیني دولت د جوړولو مسوده ویټو کړه


امریکا د امنیت په شورا کې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه د پریکړه لیک مسوده ویټو کړ.

د امنیت د شورا د پریکړه لیک په دغه مسودې کې د اسرائیلو نه غوښتنه شوې وه چې د اشغالي سیمو نه دې خپل عسکر وباسي.

د پریکړه لیک د تصویب لپاره نهو رایېو ته ضرورت وو خو د سې شنبې په ورځ دغه ۹ رایې پورې نه شوي.

امریکا بیا پریکړه لیک ته مخالفه رایه ورکړه. امریکا د امنیت د شورا په هغو پنځو هیوادونو کې راځي چې د ویټو حق لري.

که چیري د پریکړه لیک په حق کې نهه رایې هم ورکړل شوې وای د امریکا د مخالفت له وجې به دغه مسوده نه وای تصویب شوي.

په ملګرو ملتونو کې د امرکیا سفیرې سمنتا پاور وویل چې د فلسطینیانو لخوا ترتیب شوی پریکړه لیک یو اړخیز او د دوو جلا هیوادونو د جوړولو د طرحې لپاره ګټور نه و.

پاور وویل چې د سولې مانا دا ده چې سختې پریکړې او سازش وشي.

د رایې اچونې نه مخکې، په ملګرو ملتونو کې فلسطینیانو مشاهد (Observer) ریاض منصور وویل چې مسوده د منځني ختیځ د شخړې لپاره یوه منصفانه حلاره ده.

ښاغلي منصور دا هم وویل چې د مسودې نه نړیواله ټولنه ملاتړ کوي.

که چیري د پریکړه لیک مسوده تصویب شوي وای نو اسراییلو به تر ۲۰۱۷ کاله پورې وخت درلودی چې د لویدیځې غاړې او غزې نه خپل عسکر وباسي او په ۱۹۶۷ کال کې ټاکل شوي سرحدات ومني.

د پریکړه لیک د مسودې په اساس ختیځ بیت المقدس د فلسطیني دولت مرکز ګنل شوی دی.

پریکړه لیک اسراییلو او فلسطینیانو ته یو کال وخت ورکاوه چې د سولې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG