د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: پولیسو دطنزي مجلې پر دفتر بریدکوونکي پیژندلي


فرانسوي چارواکي د هغه موټر جاج اخلي چې باور کیږي بریدکوونکو د سیمې نه د تښتې لپاره استعمال کړی و.
فرانسوي چارواکي د هغه موټر جاج اخلي چې باور کیږي بریدکوونکو د سیمې نه د تښتې لپاره استعمال کړی و.

فرانسوي چارواکي وايي چې پولیسو هغه درې وسله وال پېژندلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په پاریس کې د یوې مجلې په دفتر باندي برید وکړ او ١٢ کسه یې ووژل.

چارواکو وویل چې په دغو وسله والو کسانو کې دوه تنه وروڼه دي چې د فرانسې تابعیت لري، یو د ٣۴ کالو او بل د ٣٢ کالو دی. دریم کس ١٨کلن محصل دی او ملیت یې لا معلوم نه دی.

دغو درو تنو د شارلي ایبدو د اووه نیزي مجلې په دفتر باندي ډزي وکړې او ١٢ کسه یې ووژل. دغه مجله د کارتونونو په خپرولو کې چې عموما د اسلامي تندلارو په اړه د ټوکو وړ کارتونونه خپروي زیات نوم او شهرت لري.

وسله والو کسانو د مجلې په دفتر باندي سهار مهال په داسي حال کې برید وکړ چې د مجلې کارکونکو غونډه درلوده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې دغه وسله وال سړي د «الله اکبر» په نارو سره دفتر ته ورننوتل. شاهدانو دا هم وویل چې هغوی په روانې فرانسوي ژبې هم خبرې کولي.

په وژل شوو کسانو کې د مجلې مدیر سټیفان شاربویې او درې تنه مشهور کارتونیستان هم شامل وو. د پولیسو دوه تنه صاحب منصبان هم په دې حمله کې وژل شوي دي.

هغه ویډیو چې په مسلکي توګه نه ده جوړه شوې ښيي چې د شارلي ایبدو دفتر ته نږدې دوه وسله وال کسان، چې مولونه یې وهلي وو، د یو پولیس خوا ته ځغلي او څو ځلي ورباندې ډزې کوي.

فرانسې د برید نه ورسته خپل امنیتي تدابیر ډیر کړیدي. د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د ملي ماتم اعلان وکړ.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند برید وغانده او یو ترویستي برید یې وباله. هغه وویل چې په ورستیو څو اونیو کې یې د تروریزم څو پيښې شنډې کړې دي.

په پيښې کې د وژل شوو او زخمي شوو کسانو سره د خواخوږۍ په موخه، په لسګونو زره کسان د پاریس د ښار لارو کڅو ته راوتلي وو.

XS
SM
MD
LG