د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ملي لوبډلې ۲۰۱۵ میلادي کال د سکاټلنډ پر وړاندې په نړیواله یو ورځینۍ سیالۍ کې په بریا سره پیل کړ.

د سکاټلنډ او ایرلنډ هیوادونو پر وړاندې د څلورو نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ څخه وګټله.

د لوبې پچه د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله. د سکاټلنډ لوبډلې په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره افغان ملي لوبډلې ته د ۲۳۷ منډو هدف ورکړ. د افغان توپ اچونکو له لوري دولت ځدراڼ ۳ او میرویس اشرف د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبغاړو ټاکل شوی هدف د سیالۍ په ۳۸ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۷۴، ناصر جمال ۵۲، عثمان غني ۴۸ او افسرځاځي هم ۴۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د سکاټ لینډ د لوبې مهمه خبر د ځوان لوبغاړو عثمان غني،جاوید احمدي،ناصر جمال او افسر ځاځي ځلیدل دي. دوي ټول د نولس کلنو لوبغاړو د ټیم نه ملي ټیم ته پخپلې وړتیا رسیدلي او نن ېې بیا ثابته کړه چې د افغانستان د کرکټ اینده ډیرو قوي لاسونو کې ده.

د عثمان غني او جاوید احمدي ښه پیل د بري سبب شو

د عثمان غني او جاوید احمدي ښه پیل د بري سبب شو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ملي لوبډلې بریا په ټول کال کې د بریالیتوبونو په سترګه ګوري. نوموړي ټولو هیوادوالو ته د دغې بریا مبارکي ووییله او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې به زموږ هر مزل بریالی مزل وي.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی هم ټولو هیوادوالو ته ددغې سترې بریا مبارکي وایي. نوموړي زیاته کړه چې زموږ لوبغاړي د ډیرو ښو استعدادونو خاوندان دي او ټول ټاکل شوي لوبغاړي به نه یوازې ددغو بلکه د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هم له ځانه ښې وړتیاوې وښیي.

د دې درې هېواديونو د لوبو په لړۍ کې افغانستان مقابل کې ايرلنډ هم شته چې د شنبې په ورځ به ورځ ورسره سیالي لري.

دغه سیالۍ د کرکټ نړیوال جام ته د تیاریو په هدف هم ترسره کیږي

دغه سیالۍ د کرکټ نړیوال جام ته د تیاریو په هدف هم ترسره کیږي

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي ټیم د دغو لوبو نه پس استرایلیا او نیوزي لینډ ته سفر کوي او د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې گډون کوي

XS
SM
MD
LG