د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا ولسمشر راجاپاسکا انتخابات وبایلل


د ولسمشر راجاپاسکا محبوبیت پدې تیرو څو کالونو کې په خلکو کې کم شوی و
د ولسمشر راجاپاسکا محبوبیت پدې تیرو څو کالونو کې په خلکو کې کم شوی و

د سریلانکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برحاله ولسمشسر مهیندا راجاپاکسا ماتې خوړلې او میترې پاله سریسینا د ٥١.٣ په سلو کې د رایو په ګټلو سره د دغه هیواد نوی ولسمشر اعلان شو.

د سیاسي چارو مبصرین وایي چې پدې انتخاباتو کې یو شمیر وړو ډلو د پام وړ نقش ولوباوه.

که څه هم چې د سریلانکا په محلي وخت د جمعې په سهار د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو شمیرل لا روان و خو ولسمشر راجاپاسکا خپل د کار دفتر او د اوسیدو ځای پریښود او په پارلیمان کې د سیاسي مخالف ګوند مشر رانیل ویکرم سنګ ته یې وویل چې " د خلکو رایو ته د درناوي له مخې د واک نه لاس اخلي او په آرامه فضا کې به واک راتلونکي ولسمشر ته سپاري."

د سریلانکا د منتخب ولسمشر پلویان په کولمبو کې د خوښۍ پر حال
د سریلانکا د منتخب ولسمشر پلویان په کولمبو کې د خوښۍ پر حال

د سریلانکا د نوي منتخب ولسمشر میتري پالا سیري سینا پلویانو بیا د کولمبو په ښار کې د خپل مشر د کامیابۍ په خوشحالۍ کې د پټاقیو ډزې وکړلې او د خوښۍ جشنونه یې کول.

ښاغلی سیري سینا چې درې شپیته کاله عمر لري د ولسمشر راجاپاسکا په حکومت کې صدراعظم و خو وروسته یې بیا د هغه ګوند پرېښود او په انتخاباتو کې دهغه پر ضد ودرید. د سیرې سینا په ایتلافي ګوند کې قومي، مذهبي، مارکسیستي او مرکزي ښي اړخه وړې ډلې شاملې دي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې یې ورسره د پام وړ همکاري کړیده.

د کولمبو د سولې د عالي شورا مشر جهان پریرا وایي چې " د سیري سینا په کامیابۍ کې د ټولو نه زیات او مهم نشقش د ټامل او مسلمانو اقلیتونو و." دی وایي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې نه معلومیږي چې زمونږ هیواد په قومي لحاظ څومره سره ویشل شویدی.

ښاغلی پریرا زیاتوي چې " په قومي لحاظ ټولو اقلیتونو د هغه په خلاف رایې ورکړلې چې همدا په انتخاباتو کې د هغه د ماتې سبب هم شو خو البته د سینهالي د اکثریت رایې بیا ولسمشر ګټلي دي نو ددې نه معلومیږي چې ولسمشر د خپلې حکومت دارۍ په دوران کې اقلیتونه ناراضه او بې ګانه کړیدي. "

ولسمشر راجا پاساکا چې یو وخت په سریلانکا کې زیات واک او قدرت درلود خو د پنجشبې د ورځې په انتخاباتو کې په زیات شمیر سریلانکایانو پکې برخه اخیستې وه، هغه ونشو کړای چې د دریم ځل لپاره د خلکو رایې وګټي او د ولسمشر په صفت وټاکل شي.

هیچا هم فکر نه کاوه چې انتخابات به دا ډول نتیجه ورکړي. راجاپاسکا په 2010 کال کې د تامل د پړانګانو د بغاوت له منځه وړلو په خاطر په خلکو کې زیات محبوبیت ترلاسه کړ او په همدې خاطر یې د جمهوري ریاست انتخابات هم ګټلي و.

خو هغه وروسته بیا خپل دا محبوبیت د لاسه ورکړ ځکه چې انتقادونه پدې خاطر پرې زیات شول چې له یوې خوا یې غوښتل ټول واک او اختیار دې د هغه سره وي او له بلې خوا یې د خپلې کورنۍ غړي د حکومت په لوړو مقامونو مقرر کړي وو او هم یې د قضایه قوې په شمول د حکومت د ځینو ادارو صلاحیت هم کم کړی و. په هغه باندې د اداري فساد تورونه هم لګیدلي او بل غټ انتقاد پرې دا و چې په ټولنې کې د ټامل د قومي اقلیت د یو ځای کیدو لپاره چندانې د پام وړ کوم کار ونکړ.

خو نوي منتخب ولسمشر سیري سینا بیا ژمنه کړیده چې هغه صلاحیتونو او قدرت به کم کړي چې د ښاغلي راجاپاسکا په وخت کې ولسمشر ته ورکړل شوي و او هم په سلو ورځو کې دننه پارلیماني انتخابات کوي.

د مخالف ګوند یو غړي ویلي دي چې د ولسمشر راجاپاساکا سره د واک د سپارلو په باره کې خبرې روانې دي او هغه ته د مصؤنیت ډاډ ورکړل شویدی ځکه یو شمیر خلکو داسې ویره درلوده چې که چیرته هغه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ماتې وخوري نو ښایي چې په هیواد کې به اړوودړ رامنځته شي.

خو ښاغلی پریرا یو ځل بیا وایي چې د خلکو دا ویرې بې ځایه وې " د خلکو سره دا اندیښنه وه چې ولسمشر به ښایي واک پرېښودو ته غاړه کښینږدي او ښایي چې هغه د پوځ نه مرسته وغواړي ځکه چې پوځ د هغه د ورور د کنترول لاندې دی خو داسې څه ونشول. هغه د خلکو د رایو او قانون درناوی وکړ چې دا یې یو نیک کار و. "

په هند کې هم د سریلاناکا انتخابات د نږدې نه څارل کیږي ځکه د یو شمیر مبصرینو سره داسې اندیښنې وې چې د راجاپاسکا په دورې کې هغه د نوي ډهلي د رقیب هیواد چین سره د نږدې اړیکو لپاره هلې ځلې کولې چې هندي چارواکي یې هم اندښمن کړي و.

XS
SM
MD
LG