د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اروپا او هند ته ځي


دا پدې تیرو شپږو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته ځي.
دا پدې تیرو شپږو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جنوبي آسیا او اروپایي هیوادونو په سفر تللی چې په هند کې د پانګه اچونې په اړه د مشرانو په یوې غونډې کې به هم برخه واخلي. کیري به د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره د هغه هیواد د اتومي پروګرام پر سر هم خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جرمني د مونیخ په ښار کې د لنډې مودې لپاره پدې خاطر تم شو چې د عمان د سلطان سره وګوري او بیا د هغه ځای نه هند ته سفر کوي. ښاغلی کیري هند ته د ګجرات د پانګه اچونې د مشرانو په غونډې کې برخه اخلي چې د هند د صدراعظم نریندار مودي په کوربه توب جوړ شویدی.

دا پدې تیرو شپږو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي وایي چې جان کیري به په هند کې د هغو امریکایي او هندي سوداګرو سره جلا غونډي ولري چې د ګجرات د پانګه اچونې د مشرانو پدې غونډې کې ګډون کوي.

" پدې ملاقاتونو کې به د موجوده فرصتونو د دوام په باره کې خبرې وشي او دا چې امریکا څنګه په هند کې خپله پانګه اچونه جاري وساتي او همکاري زیاته شي. هغه به په هند کې د فورډ د موټر جوړونې شرکت هم وګوري چې ډیر ژر به په هند کې پرانیستل شي.

د امریکا د خزانې د وزارت د استازي دفتر وایي چې د هند او امریکا تر منځ سوداګري د 90 میلیاردونو هم زیاته ده. د وډرو ویلسن په مرکز کې د سوداګرۍ د چارو یو تن مبصر مایکل کوګل وایي امریکایي کمپنۍ غواړي چې په هند کې د لوړې کچې ټکنالوژۍ نه ګټه واخلي.

" په هند کې د صنعتي خدماتو لپاره د ډیر پخوا نه ښه شرکتونه موجود و چې اوس یې زیات پرمختګ هم کړیدی. د انفوسس په شان د معلوماتي ټکنالوژۍ ځیني داسې ادارې په هند کې شته دي چې په نړیواله سطح مشهورې دي. "

په هند کې د پانګه اچونې د مشرانو د غونډې پر مهال به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د بوتان د صدراعظم سره هم وګوري. دا به لومړی ځل وي چې د امریکا د بهرنیو چارو یو وزیر د بوتان د چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې کوي.

تر هغې وروسته ښاغلی کیري ژنیو ته ځي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف سر وګوري او د چارشنبې په ورځ به ورسره د ایران د اتومي پروګرام په هکله خبرې وکړي. تمه کیږي چې ایران او د نړۍ شپږ قدرت لرونکي هیوادونه د همدې روانې میاشتې په 15 مې نیټې د خبرو بل رونډ پیل کړي.

ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي او جرمني په ګډه کوښښ کوي چې د ایران اتومي جنجال ته د حل یوه لار پیدا کړي او د جون د میاشتې تر پایه یوې نهایي پریکړې ته سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG