د لاس رسي وړ اتصالات

کریمي:بهرنۍ مداخله په ختیځ کې نارامي اوږدوي


Matasa 'Yan Afirka Mazauna Amurka Sun Gudanar Da Zanga Zanga
Matasa 'Yan Afirka Mazauna Amurka Sun Gudanar Da Zanga Zanga

دافغانستان د پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي لغمان ته دخپل سفر پر مهال په ختیځو ولایتونو کې تر ډېره وخته دجګړې ددوام خبر داری ورکړی دی .

نوموړي په دغه سیمه کې دجګړې اوږدېدل دبهرنیو مداخلو او پاکستان سره دګډې پولې شتون دوه هغه لاملونه ګڼلي ،چې دافغان ځواکونو سره دوسله والو جګړه اوږدولی شي.

نوموړي وویل" نورستان، کونړ او ننګرهار ګډه پوله لري، داخلي او خارجي دښمنانو څخه زیانمن شوي، تل پکې جنګ وو او له دې وروسته به هم پکې جنګ وي. "

دپوځ لوي درستیز د۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ته په دې موخه ورغلی و، چې دامنیتي مسولیت دسم لېږد وروسته خپل سرتیري او منسوبین وویاړي.

هغه وايي چې له تېرو دوه کالو راهیسې ددوی پوځیانو په مستقله توګه دجګړو مشري کړې او خپل مخالف لوری یې ځپلی دی .

په ورته وخت کې ددفاع وزارت داپراسیون مشر تورن جنرال افضل امان خبریالانو ته وویل،چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به دهېواد پوځ له هوايي ځواکه هم هغسې چې اړتیا یې لیدل کیږي برخمن شي.

ښاغلي امان وویل "ددې کال تر نمايي به ټول دځانګړو عملیاتو تجهیزات، دهلیکوپټرو په شمول چې ځینې یې اوس هم شتون لري.دانتقال لپاره همایوي او اکمالاتي هلیکوپټرې او په عین وخت کې به مونږ وشو کولی تر څو په مستقیمه توګه خپل عملیات سرته ورسوو. "

دغو مراسمو ته دختیځ زون د والیانو په شمول، امنیه قوماندانان او قومي مشران وربلل شوي وو، چې له خپلو سرتېرو یې ننګه کوله .

دافغان پوځ مشر پر داسې مهال ختیځ زون کې دجګړې داوږدېدو خبرداری ورکوي، چې دتېرې ېوې میاشتې راهیسې دکونړ په دانګام ولسوالۍ کې دطالب وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتلې جګړه لا پای ته نده رسېدلې.

XS
SM
MD
LG