د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د امنیت د ساتلو لپاره لس زره عسکر توظیفوي


د فرانسې د دفاع وزرات وایي چې نن د سه شنبې په ورځ به په ټول هیواد کې د امنیت د ساتلو لپاره لږ تر لږه لس زره عسکر توظیف شي. په فرانسې کې د هغه تروریستي برید نه وروسته چې 17 تنه پکې ووژل شول، د اروپایي هیوادونو حکومتونه هم د پخپلو امنیتي تدابیرو د سره غور کوي.

د فرانسې صدراعظم مینول والس وایي چې مونږ باید خپل امنیتي تدابیر کم نکړو ځکه چې په فرانسې کې د امنیت له پلوه ګواښ لا هم موجود دی.

هغه چې پرون د دوشنبې په ورځ یې په یو ټلویزیون کې وینا کوله، داسې یې وویل چې " په فرانسې کې په لوړه سطح د امنیتي تدابیرو بندوبست شویدی او امنیتي ځواکونه د تیارسي په حال کې ساتل شویدي."

تمه کیږي چې شاوخوا لس زره عسکر به نن د سه شنبې په ورځ په فرانسې کې د امنیت د ساتلو لپاره وګمارل شي. دا به لومړی ځل وي چې دومره زیات عسکر په فرانسې کې د امنیت د ساتلو لپاره توظیف کیږي. په عین حال کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کزان وینو ویلي دي چې یوازې پنځه زره امنیتي ځواکونه به په فرانسې کې د یهودانو د ۷ سوه ښوونځیو د امنیت د ساتلو لپاره په دندو وګمارل شي.

د برتانیې د دورهام په پوهنتون کې د نړیوال امنیت د چارو مبصر شان ګرې ګوري د دغو تدابیرو په هکله وایي " د فرانسې دولت اوس دا اندیښنه لري چې د بریدونو د تکرار مخه ونیول شي. زه فکر کوم چې په زیات شمیر د پوځیانو ګمارل به ښایي چې د ځینو دسیسو مخه ونیول شيخو زه فکر نکوم چې په اوس وخت کې به دغه شان کومه پیښه وشي."

په عین حال کې د برتانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون پرون د دوشنبې په ورځ د امنیتي ادارو د مشرانو سره کتلي دي او پدې یې ورسره خبرې کړیدي چې د پاریس بریدونه دهغوي د امنیتي ځواکونو په روزنې او امنیتي خدمتونو څه اغیزه کولی شي. په برتانیې کې د تررویستي بریدونو سطح اوس هم ډیره لوړه ده.

ښاغلي ګرې ګوري یو ځل بیا وایي چې د زیاتو عسکرو توظیف په موقتي توګه د بریدونو مخه نیولی شي خو زیاتوي چې د اروپایي هیوادونو حکومتونه د تروریزم سره د مبارزې په خاطر د حل په دایمي لارو چارو غور کوي.

" پدې مبارزې کې هر اړخیزې همکارۍ ته زیاته اړتیا شته ده ځکه چې جهادي ډلې اوس هر ځای تللی شي، د یو بل نه الهام او روزنه اخیستلای شي."

بل پلو د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو موافقه کړیده چې د وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره به همکاري زیاتوي.

XS
SM
MD
LG